اسلام اباد : د کوېت د بهرنیو چارو وزیر شیخ جراح جابر الاحمد الصباح نن، د جولایۍ په ۲۸مه، په دوه ورځني رسمي سفر پاکستان ته راځي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلی دي، چې نوموړی د مرستیال وزیراعظم او بهرنیو چارو وزیر سینیټر محمد اسحاق ډار په بلنه دا سفر کوي او د جولایۍ تر ۲۹مې به په پاکستان کې وي.
د سفر پر مهال به د کوېت د بهرنیو چارو وزیر له اسحاق ډار سره رسمي خبرې وکړي. دواړه خواوې به د پاکستان او کوېت ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو پر ټولو اړخونو غور وکړي او د سیمې او نړۍ د ګډې علاقې پر مهمو حالاتو به د نظر تبادله وکړي.
تمه ده چې شیخ جراح جابر الاحمد الصباح به د پاکستان له لوړپوړو مشرانو سره هم ملاقاتونه وکړي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي، چې دا سفر د دواړو هېوادونو د ګډې ارادې څرګندونه کوي، چې خپلې پخوانۍ اړیکې لا پیاوړې او د دواړو ولسونو د ګډې ګټې لپاره د همکاریو ساحه پراخه کړي.


شال نیوز