پاړاچنار : د کوهاټ کمېشنر سيد معتصم بالله شاه ويلي دي، چې د کرمې ضلعې د تلپاتې امن لپاره شوی تاريخي د کوهاټ د سولې تړون له ډېرو هڅو وروسته شوی، لا هم پر خپل ځای دی او په هر صورت به پرې عمل روان ساتل کېږي.
نوموړي خبرداری ورکړی دی چې د دې تړون په اړه د ګمراه کوونکې پروپاګنډې، ناسمو اوازو او فرقه ييزو غلط فهميو خپروونکو پر ضد د سخت قانوني اقدام امر شوی دی.
کمېشنر سيد معتصم بالله شاه ،د جولایۍ په ۲۷مه، د کرمې د سفر پر مهال له قبایلي مشرانو سره په خبرو کې وويل، چې د ضلعې د تلپاتې امن لپاره د کوهاټ د سولې تړون له اوږدو هڅو او سلا مشورو وروسته ليکل شوی او د کرمې ټولې قبيلې پرې د عمل پابندې دي. د هغه په وينا، د کوهاټ د سولې تړون د سيمه ييزو نورو تړونونو په پرتله ډېر اغېزناک دی او د عملي کېدو بهير به يې همداسې دوام لري.
کمېشنر وويل، چې په تېرو دوو ورځو کې د سولې د تړون په اړه په ټولنيزو رسنيو ګمراه کوونکې پروپاګنډه شوې دي، چې انتظامیې يې سخت نوټس اخيستی دی. هغه زياته کړه، چې د ټولنيزو رسنيو ناسم استعمال کوونکو او د فرقه ييزې کرکې خپروونکو پر ضد د قانوني اقدام امر شوی او د امن دښمنان به د قانون منګولو ته سپارل کېږي.
سيد معتصم بالله شاه له والدينو هم وغوښتل چې خپل اولادونه له پاروونکو، شرخوښوونکو او ناقانونه فعاليتونو منع کړي، څو وروسته له پښېمانۍ سره مخ نه شي.
بلخوا، په صدې کې د کوهاټ د سولې تړون د عملي کېدو په اړه د قبایلي مشرانو او د قانون پلي کوونکو ادارو له چارواکو سره ځانګړې غونډه هم وشوه. په غونډه کې د امن او امان د ټينګښت، د تړون د عملي کېدو او د راتلونکو ګامونو په اړه له قبایلي مشرانو سره سلا مشورې وشوې.
په دې موقع د بنګښ قبيلې مشر منير بنګښ وويل، چې د تلپاتې امن د ټينګښت لپاره به له انتظامیې او امنيتي ادارو سره هر ډول همکاري کوي او د قانون ماتوونکو عناصرو به حوصله ماتوي. د طوري قبيلې مشر حاجي ضامن حسين هم د خپلو قبيلو له لوري د تلپاتې امن لپاره د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړ.
هغه وويل، چې د طوري قبيلې خلک د کوهاټ د سولې تړون ته ژمن دي او څوک چې ټولنيزې رسنۍ د ناسمو معلوماتو، کرکې او فرقه ييزو اختلافونو د خپرولو لپاره کاروي، د خپلو کړنو د پایلو مسؤليت به خپله پر غاړه لري.


شال نیوز