جوهانسبرګ : د سویلي افریقا د ګاوټینګ ریاست جوهانسبرګ ښار ته نږدې د کېمپټن پارک د کلورکوپ په سیمه کې څلور پاکستانیان د وسله والو په برید کې وژل شوي دي. دا پېښه ،د جولایۍ په ۲۵مه، د شنبې په ماښام هغه مهال رامنځته شوه، کله چې قربانیان له خپلو دوکانونو د کار تر پای وروسته کورونو ته روان وو.
د پاکستاني ټولنې او د قربانیانو د کورنیو د معلوماتو له مخې، په وژل شویو کې درې تنه د پنجاب د منډي بهاوالدین او یو تن د سیالکوټ اوسېدونکی و. په قربانیانو کې د ساجد احمد او ظفر احمد په نوم دوه وروڼه هم شامل وو، چې د منډي بهاوالدین د بلهار کلي اوسېدونکي وو.
راپورونه وایي، چې څلور واړه پاکستانیان د وړو دوکانونو مالکان وو. وسله والو د دوي پر موټر هغه مهال ډزې وکړې چې د کېمپټن پارک په یوه څلورلارې کې د ترافیکي څراغ مخې ته ولاړ و. په برید کې ټول څلور کسان په ځای وژل شوي دي.
د سویلي افریقا پولیسو د قتل قضیه ثبت کړې او پلټنې یې پېل کړې دي. تر اوسه هېڅوک د دې برید په تړاو نه دي نیول شوي او پولیسو د برید انګېزه هم نه ده اعلان کړې. چارواکو نه دي تایید کړي چې برید د غلا، شخصي دښمنۍ او که د کوم بل لامل له امله شوی دی.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت او په سویلي افریقا کې د پاکستان سفارت تر اوسه د پېښې په اړه د ټولو وژل شویو د شناخت او د جسدونو د لېږد په اړه بشپړ رسمي بیان نه دی خپور کړی.


شال نیوز