مظفراباد : د پاکستان تر واک لاندې کشمیر د قانون ساز اسمبلۍ ټاکنې نن ،د جولایۍ ۲۷مه، د درې پړاونو په لړۍ کې پېل شوې، چې د لومړي پړاو لپاره په میرپور ډویژن کې د رایو اچونه روانه ده.

 

د ټاکنو کمېسیون له اعلان سره سم، دویم پړاو به د اګست په ۲مه په مظفراباد ډویژن او درېیم او وروستی پړاو به د اګست په ۱۰مه په پونچ ډویژن کې ترسره شي.

 

د ټاکنو د امنیت لپاره له ۱۷ زرو څخه ډېر پولیس، رینجرز، فرنټیر کانسټبلري او نور امنیتي ځواکونه ګومارل شوي دي. چارواکي وايي، چې د رایې ورکولو په حساسو مرکزونو کې اضافي امنیتي تدابیر نیول شوي او د هر ډول ناامنۍ د مخنیوي لپاره ځانګړي پلانونه عملي شوي دي.

 

د ازاد کشمیر چارواکي وايي، چې شاوخوا ۲۲ زره انتخاباتي کارکوونکي د رایې ورکولو او د ټاکنیز بهیر د څار دنده ترسره کوي او ټول انتخاباتي مواد له مخکې د رایې ورکولو مرکزونو ته رسول شوي دي.

 

په دغو ټاکنو کې د پاکستان پیپلز ګوند، مسلم لیګ (ن)، تحریک انصاف ملاتړ لرونکي نوماندان، مسلم کانفرنس، جماعت اسلامي او یو شمېر خپلواک نوماندان سیالي کوي.

 

د پاکستان پیپلز ګوند مشر بلاول بوټو زرداري له رایه ورکوونکو غوښتي دي چې د هغه د ګوند نوماندانو ته رایې ورکړي، په داسې حال کې چې د مسلم لیګ (ن)، تحریک انصاف او نورو سیاسي ګوندونو مشرانو هم د خپلو نوماندانو په ملاتړ ټاکنیز کمپاینونه کړي دي.

 

چارواکي وايي، چې تر اوسه د رایې ورکولو بهیر په عمومي ډول ارام روان دی او کومه لویه امنیتي پېښه نه ده ثبت شوې. د نن ورځې د رایې ورکولو له پای ته رسېدو وروسته به د لومړي پړاو د رایو شمېرنه پېل شي، په داسې حال کې چې دویم او درېیم پړاو به د اګست په ۲مه او ۱۰مه ترسره کېږي.