چاغي : د ځايي باوري سرچینو د معلوماتو له مخې، د بلوچستان د چاغي ضلعې د نوکچاه په سیمه کې ناڅرګندو وسله‌ والو د تیلو اته ټینکرې سوځولې.

 

د سرچینو په وینا، پېښه ،د جولایۍ په ۲۶مه، رامنځته شوې، چې په ترڅ کې یې د تیلو بار وړونکې اته ټینکرې په بشپړ ډول وسوځېدې. تر اوسه د دې برید د انګېزې او احتمالي مرګ‌ژوبلې په اړه کره معلومات نه دي خپاره شوي.

 

تر اوسه هېڅ وسله ‌والې ډلې د دې برید مسؤولیت نه دی منلی او پاکستاني چارواکو هم د پېښې په اړه رسمي څرګندونې نه دي کړې.

 

د نوکچاه سیمه د بلوچستان د چاغي ضلعې په لیرې پرته سیمه کې موقعیت لري، چې په تېرو وختونو کې هم پکې د امنیتي پېښو راپورونه ورکړل شوي دي.