ډېره اسماعیل خان : د خیبر پښتونخوا پخواني اعلا وزیر، سردار علي امین خان ګنډاپور، د دوو کورنیو ترمنځ د اوږدې مودې د دښمنۍ د پای ته رسولو لپاره د روغې جوړې هڅه بریالۍ کړه.
د راپورونو له مخې، د دواړو لورو مشرانو ،د جولایۍ په ۲۶مه، د جرګې او منځګړیتوب له بهیر وروسته روغه وکړه، یو بل یې په غېږ کې ونیول او د راتلونکي لپاره یې د سولې او ورورولۍ ژمنه وکړه.
ویل کېږي چې دغه دښمني شاوخوا څلوېښت کاله روانه وه او د سیمه ییزو مشرانو او د علي امین ګنډاپور په منځګړیتوب پای ته ورسېده.
علي امین ګنډاپور ویلي دي، چې په ټولنه کې د شخړو هوارول، د اړیکو بیا رغول او د سولې ټینګښت د ټولو ګډ مسوولیت دی، او باید اختلافونه د خبرو او جرګو له لارې حل شي.
تر اوسه د روغې جوړې د شرایطو او د دواړو کورنیو د هویت په اړه نور رسمي جزییات نه دي خپاره شوي.


عدنان بېټنی