هر کال د جولایۍ ۲۵مه، چې د زمري له درېیمې نېټې سره برابره ده، د ډوبېدو د مخنیوي نړیوالې ورځې په توګه نمانځل کېږي. دا ورځ د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې له خوا په ۲۰۲۱م کال کې ونومول شوه، څو نړۍ ته دا پیغام ورسوي چې ډوبېدل یوه طبیعي او نه بدلېدونکې غمیزه نه ده، بلکې یوه داسې پېښه ده چې د مناسب پلان، قانون، عامه پوهاوي او چټک غبرګون له لارې یې په پراخه کچه مخنیوی کېدی شي.
د روغتیا نړیوال سازمان د ۲۰۲۶م کال شعار «د بدلون لپاره سره یو شو» ټاکلی دی. دغه سازمان وایي، چې هر کال په نړۍ کې له ۳۰۰ زرو څخه زیات کسان د ډوبېدو له امله ژوند له لاسه ورکوي او له ۹۰ سلنې زیاتې دا پېښې په ټیټ او منځني عاید لرونکو هېوادونو کې رامنځته کېږي. ماشومان او تنکي ځوانان د دغو پېښو تر ټولو لوي قربانیان دي او ډوبېدل د پنځو تر څوارلسو کلونو د ماشومانو د مړینې له مهمو لاملونو څخه ګڼل کېږي.
په افغانستان کې هم د ډوبېدو پېښې هر کال لسګونه کورنۍ د غم په ټغر کښېنوي. د طبیعي پېښو پر وړاندې د چمتووالي ملي ادارې د معلوماتو له مخې، په تېر یوه کال کې د ډوبېدو په بېلابېلو پېښو کې ۱۴۸ کسان مړه، ۲۳ تنه ټپیان او ۴ کسان لادرکه شوي دي. د دغو قربانیانو له ډلې ۶۰ ماشومان، ۷۱ نارینه او ۱۱ ښځې وې. دا شمېرې ښيي چې ماشومان لا هم د اوبو د خطر تر ټولو زیانمنه ډله ده.
د یادې ادارې د ویاند مرستیال تاج محمد همت وایي، چې د اوړي په موسم کې خلک د تودوخې د کمولو او تفریح لپاره سیندونو، ویالو، جهیلونو او روانو اوبو ته ورځي، خو په ژورو او چټکو اوبو کې لامبو، د ماشومانو بې څارنې پرېښودل او د خوندیتوب اصولو ته نه پاملرنه د ډېرو مرګونو اصلي لاملونه دي.
خو دا ستونزه یوازې افغانستان پورې محدوده نه ده.
په پاکستان، په ځانګړي ډول خیبر پښتونخوا او د پخوانیو قبایلي سیمو په لسګونو سیمو کې هم هر کال د اوړي له پېل او د باراني موسم پر مهال د ډوبېدو پېښې تکرارېږي. د سوات سیند، د چترال کونړ سیند، د کابل سیند، د باجوړ او مومندو سیندونه، د خیبر او وزیرستانونو خوړونه، د بنو، کوهاټ او ډېره اسماعیل خان کانالونه او کوچني بندونه هر کال د ماشومانو، ځوانانو او کورنیو د غړو ژوند اخلي.
د روان ۲۰۲۶م کال د باراني موسم پر مهال هم په خیبر پښتونخوا کې ناڅاپي سېلابونو لسګونه کسان مړه او لادرکه کړل. په ګڼو پېښو کې کورنۍ د سیند پر غاړه د تفریح پر مهال د ناڅاپي سېلابونو ښکار شوې او د ژغورنې ډلې ونه توانېدې چې ټول قربانیان پر وخت وژغوري. دغو پېښو یو ځل بیا وښوده چې د اقلیم بدلون، شدید بارانونه او د خطر د ارزونې نشتوالی د اوبو له اړوندو پېښو سره د خلکو مخامخ کېدل زیاتوي.
سره له دې چې هر کال دا ډول غمیزې تکرارېږي، په پاکستان کې لا هم د ډوبېدو د پېښو لپاره یو بشپړ ملي معلوماتي نظام نه شته. پولیس، د ژغورنې ادارې، روغتونونه او ضلعي ادارې هره یوه جلا شمېرې ثبتوي، خو داسې واحده اداره نه شته چې د هېواد په کچه ټول معلومات راټول او تحلیل کړي. د همدې تشې له امله د ډوبېدو اصلي شمېر لا هم معلوم نه دی او کارپوهان باور لري چې ډېرې پېښې هېڅکله په رسمي ریکارډ کې نه ثبتېږي.
د قانون له نظره هم د پام وړ تشه موجوده ده. که څه هم د طبیعي پېښو د مدیریت، د ژغورنې د خدمتونو او د اوبو د سرچینو اړوند بېلابېل قوانین او ادارې شته، خو په ډېرو سیندونو، بندونو او کانالونو کې د خلکو د خوندیتوب لپاره لازمي معیارونه نه عملي کېږي. په ګڼو خطرناکو ځایونو کې د خبرداري لوحې نه لیدل کېږي، د ژغورنې وسایل نه وي، د لامبو ساتونکي نه ګومارل کېږي او د خطرناکو سیمو د تړلو یا محدودولو لپاره اغېزمن میکانېزم نه تر سترګو کېږي.
کارپوهان وایي، چې د ډوبېدو د مخنیوي لپاره یوازې د ژغورنې وسایل بسنه نه کوي، بلکې حکومتونه باید د اوبو د خوندیتوب ملي تګلارې جوړې کړي، د ښوونځیو په نصاب کې د لامبو او د اوبو د خوندیتوب زده کړه شامله کړي، د سیندونو او کانالونو پر غاړو د خبرداري نښې ولګوي، د ژغورنې مسلکي ډلې پراخې کړي او د رسنیو له لارې د عامه پوهاوي دوامداره کمپاینونه پر مخ یوسي.
د اقلیم بدلون هم د دې ستونزې یو مهم عامل ګرځېدلی دی. د سختو بارانونو، ناڅاپي سېلابونو او د اوبو د بهیر د چټک بدلون له امله اوس هغه سیمې هم له خطر سره مخ دي چې پخوا پکې د ډوبېدو پېښې کمې وې. په افغانستان او خیبر پښتونخوا کې د وروستیو کلونو تجربې ښيي چې د شدیدو ورښتونو وروسته د سیندونو او خوړونو اوبه په څو دقیقو کې خطرناکې کېږي او خلک د خطر د اندازې له سم اټکل پرته اوبو ته ننوځي.
د ډوبېدو نړیواله ورځ یوازې د یوه نړیوال مناسبت نوم نه دی؛ دا د هغو زرګونو کورنیو د درد یادونه ده چې هر کال خپل عزیزان د یوې داسې پېښې له امله له لاسه ورکوي چې په ډېرو مواردو کې یې مخنیوی ممکن دی. تر هغه چې د قانون عملي کېدل، د خوندیتوب معیارونه، عامه پوهاوی او د ژغورنې بنسټونه پیاوړي نه شي، د افغانستان او خیبر پښتونخوا په سیندونو، ویالو او کانالونو کې به هر اوړی د اوبو دا خاموشه غمیزه دوام ولري.


شال نیوز