هنګو : د هنګو ضلعې د ټل تحصیل په لرې پرته درسمند سیمه کې د پرله‌ پسې بارانونو له امله د یو کور چت پرېوت، چې له امله یې دوه ماشومان مړه او درې نور تنه ټپیان شول.

 

ځايي سرچینې وايي، چې پېښه ،د جولایۍ په ۲۵مه، د درسمند د ریګي په محله کې شوې، چې پکې جواد او طلحه، د محمد الیاس اپریدي زامن، د چت تر نړېدو لاندې شوي او په ځای یې ژوند له لاسه ورکړی دی.

 

په ټپیانو کې محمد الیاس او دوه ښځې شاملې دي، چې د لومړنیو طبي مرستو لپاره نږدې روغتون ته لېږدول شوي دي.

 

د پېښې له خبر ترلاسه کېدو سره سم د ریسکیو ۱۱۲۲ او د ټل ښاروالۍ (ټي اېم ای) د ژغورنې ډلې سیمي ته ورسېدې او د ژغورنې او مرستندویه چارو عملیات یې ترسره کړل.

 

د چارواکو په وینا، د وروستیو بارانونو له امله په ځینو سیمو کې د کورونو د چتونو او دیوالونو د نړېدو خطر زیات شوی، او خلکو ته سپارښتنه شوې چې د احتیاط تدابیر خپل کړي.