واڼا : د کوز سویلي وزیرستان د واڼا او اعظم ورسک ترمنځ د ګنګي خېلو امنیتي پوستې سره نږدې ،د جولایۍ په ۲۵مه، د ځانمرګي موټر بم برید هڅه شوې، چې د ځايي سرچینو په وینا، امنیتي ځواکونو یې مخه نیولې ده.

 

سرچینې شال نیوز ته ویلي دي، چې د برید پر مهال په امنیتي پوسته کې یو شمېر ولسي وګړي هم موجود وو، خو د امنیتي ځواکونو له چټک غبرګون وروسته بریدګر خپلې موخې ته ونه رسېدل. له پېښې وروسته سیمه کلابنده او د وسله والو د لټون لپاره د پلټنې او تصفیې عملیات پېل شول.

 

د سرچینو په وینا، په پېښه کې درې امنیتي سرتېري ټپیان شوي دي. همداراز، یو ولسي وګړی، حضرت قاسم د عالمک زوې، هم د چاودنې له امله ټپي شوی او د درملنې لپاره د واڼا ضلعي مرکزي روغتون ته لېږدول شوی دی، چې هلته ورته لومړنۍ طبي مرستې ورکړل شوې دي.

 

په همدې حال کې، د پاکستان پوځ په یو رسمي بیان کې دعوه کړې ده چې برید د هغه څه له خوا شوی چې پوځ یې “فتنه الخوارج” بولي. د پوځ په وینا، امنیتي ځواکونو د ځانمرګي موټر بم برید هڅه شنډه کړې او په تعقیبي عملیاتو کې یې درې بریدګر وژلي دي.

 

پوځ دا هم ویلي دي چې د امنیتي ځواکونو د چټک اقدام له امله په امنیتي پوسته کې موجود ولسي وګړي خوندي پاتې شول او د سیمې د پاکولو عملیات لا هم روان دي.

 

د پوځ د وژل شویو بریدګرو د دعوې خپلواکه تایید تر اوسه نه دی شوی. بلخوا، د پاکستان تحریک طالبان (ټي ټي پي) ډلې د دې برید مسولیت منلی دی.

 

شال نیوز د دې پېښې په اړه د نورو رسمي او خپلواکو معلوماتو د ترلاسه کېدو په صورت کې خبر تازه کوي.