کابل : د ملګرو ملتونو د پرمختيايي پروګرام په تازه راپور کې ويل شوي دي، چې په افغانستان کې د ښځو په نوم د نويو ثبت شويو کوچنيو سوداګريو شمېر د تېرو پنځو کلونو په موده کې نږدې لس چنده زيات شوی دی. راپور وايي، چې اوس له لسو زرو څخه زياتې افغان ښځې رسمي سوداګريز جوازونه لري، په داسې حال کې چې تر ۲۰۲۱م کال مخکې دغه شمېر د ۶۰۰ او زر ترمنځ و.
د پروګرام له خوا ،د جولایۍ په ۱۶مه، د خپور شوي راپور له مخې، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې اټکل کوي چې شاوخوا يو لک او شل زره نورې ښځې هم له رسمي جواز پرته په کوچنيو کاروبارونو بوختې دي. د ملګرو ملتونو په وينا، همدا کوچنۍ سوداګرۍ اوس د افغان ښځو لپاره د عايد تر ټولو لويه سرچينه ګرځېدلې ده.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پرمختيايي پروګرام مرستيال استازي ډاکټر ،ديول مکرجي، ويلي دي چې د ښځو په نوم د سوداګريزو جوازونو زياتوالی د هغوي د ژوند د ښه کېدو نښه نه ده، بلکې دا ښيي چې د زده کړو، دولتي دندو او نورو کاري فرصتونو له محدودېدو وروسته ډېرو ښځو د ژوند د لګښتونو د برابرولو لپاره کوچنيو کاروبارونو ته مخه کړې ده. هغه زياته کړې، چې ښځينه سوداګرې لا هم پانګې، بانکي خدمتونو، بازارونو او ډيجيټلي اسانتياوو ته د لاسرسي له ستونزو سره مخ دي.
راپور وايي، ډېرې ښځې په خپلو کورونو کې د خياطۍ، لاسي صنايعو، غاليو اوبدلو، خوراکي توکو د توليد او نورو کورنيو صنعتونو له لارې عايد ترلاسه کوي. د ملګرو ملتونو د پرمختيايي پروګرام په وينا، له ۲۰۲۱م کال راهيسي يې په افغانستان کې له ۹۰ زرو څخه د زياتو کوچنيو او منځنيو کاروبارونو ملاتړ کړی، چې پکې مالي مرستې، وسايل او د سوداګرۍ د پراختيا خدمتونه شامل دي.
بل لور ته د طالبانو د اقتصاد وزارت ويلي دي، چې حکومت د ښځينه سوداګرو په ګډون د ټولو سوداګرو ملاتړ ته ژمن دی او باور لري چې سوداګري د هېواد د اقتصادي ودې او د کارموندنې لپاره مهمه برخه ده.


شال نیوز