اسلام اباد : پاکستانۍ ورځپاڼې دي نیشن ،د جولایۍ په ۲۰مه، د باخبره سرچینو له قوله راپور ورکړی دی چې د ایران د کورنیو چارو وزیر ،اسکندر مومني، د ولسمشر مسعود پزشکیان یو ځانګړی پیغام پاکستان ته راوړی دی. د راپور له مخې، ټاکل شوې چې اسکندر مومني د خپل یوه ورځني رسمي سفر پر مهال د پاکستان د کورنیو چارو له وزیر محسن نقوي او نورو لوړپوړو چارواکو سره وګوري.

 

سرچینې وایي، چې د ولسمشر پزشکیان دغه پیغام د ایران او امریکا ترمنځ د روانې جګړې، د سیمي د امنیتي وضعیت او د کړکېچ د کمولو لپاره د پاکستان د ډیپلوماټیکو هڅو په اړه دی. خو د ولسمشر پزشکیان د ځانګړي پیغام تفصیل تر اوسه نه دی خپور شوی او د پاکستان او ایران حکومتونو هم په دې اړه رسمي معلومات نه دي ورکړي.

 

د ایران نیمه رسمي خبري اژانس اېسنا هم د باخبره سرچینو او المیادین ټلوېزیون له قوله ویلي دي چې اسکندر مومني د یوه ورځني رسمي سفر لپاره پاکستان ته تللی او له پاکستاني چارواکو سره به د دواړو هېوادونو پر اړیکو، سیمه ‌ییز امنیت او وروستیو پرمختګونو خبرې وکړي.

 

راپورونه وایي، دا سفر په داسې وخت کې کېږي چې د ایران او امریکا ترمنځ کړکېچ لا هم دوام لري او د سیمي پر امنیت، سوداګرۍ او اقتصادي وضعیت یې اغېز کړی دی. پاکستان په وروستیو اوونیو کې پرله‌ پسې د خبرو اترو او ډیپلوماسۍ ملاتړ کړی او ویلي یې دي چې د شخړې دوام د ټولې سیمي په ګټه نه دی.

 

د ایران او پاکستان ترمنځ په وروستیو میاشتو کې د امنیتي همکاریو، سرحدي چارو او دوه اړخیزو اړیکو په اړه هم پرله‌ پسې لوړې کچې لیدنې شوې دي، او څارونکي د اسکندر مومني اوسنی سفر هم د دواړو هېوادونو د روانو سیاسي او امنیتي سلا مشورو یوه مهمه برخه بولي.

 

تر اوسه د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت او د کورنیو چارو وزارت د دې سفر د اجنډا په اړه بشپړ رسمي بیان نه دی خپور کړی.

 

په همدې حال کې د اسلام‌ اباد ټرافیک پولیسو د ایراني پلاوي د تګ راتګ له امله په ځینو مهمو لارو د لنډمهالو ټرافیکي محدودیتونو خبر ورکړی او له خلکو یې غوښتي دي چې د زاړه هوايي ډګر سړک، اسلام ‌اباد ایکسپریس وې، کلب روډ او د مهمو حکومتي ودانیو شاوخوا سیمو ته د تګ پر مهال له کوره لږ مخکې ووځي.