سره له دې چې پاکستان په تېرو څو کلونو کې امنیتي، استخباراتي او دیپلوماتیکې پراخې هڅې کړې، خو نه یې په افغانستان کې خپلې ستراتیژیکې موخې ترلاسه کړې او نه یې د دغه هېواد د سولې او ثبات لپاره دوامدار ضمانت برابر کړ.

 

د پاکستان د ځواکمن پوځي اسټېبلشمنټ، په ځانګړي ډول د استخباراتي او امنیتي ادارو، دغه وضعیت ګڼې پوښتنې راولاړوي. تر هغو چې دغو پوښتنو ته قانع کوونکي ځوابونه ونه موندل شي، د راولپنډۍ او اسلام‌ اباد د پرېکړه کوونکو ادارو لپاره به خپلو موخو ته رسېدل اسانه نه وي.

 

پاکستان د پخواني شوروي اتحاد پر ضد د سړې جګړې او وروسته د ترهګرۍ ضد نړیوال ائتلاف کې د امریکا د یوه مهم متحد په توګه، له بېلابېلو سیاسي او امنیتي فرصتونو څخه ګټه پورته کړه. د دغو پرمختګونو په لړ کې د ۲۰۲۱م کال د اګست په ۱۵مه د طالبانو بېرته واک ته رسېدل هم شامل دي؛ هغه تحول چې د سیمي د سیاست بڼه یې بدله کړه.

 

له دې وړاندې پاکستان د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د اغزن تار د غځولو، د سلګونو سرحدي پوستو او کلاوو د جوړولو او د دودیزو سوداګریزو لارو د محدودولو چارې هم ترسره کړې. دا ټول اقدامات د امنیت او ثبات د ټینګښت په نوم توجیه کېدل، خو تر اوسه یې هغه پایلې نه دي ورکړې چې تمه ترې کېده.

 

په همدې موده کې پاکستان د امریکا، بریتانیا، سعودي عربستان او نورو لوېدیځو متحدینو سره د خپلو اړیکو او امنیتي همکاریو له لارې هڅه وکړه چې په افغانستان کې خپل نفوذ پراخ کړي. د ویزې یو اړخیز نظام، سرحدي محدودیتونه او نور اداري اقدامات هم د همدې تګلارې برخه وو، خو د سولې، قانون او نظم د ټینګښت دعوې لا هم نه دي عملي شوې.

 

که څه هم امنیتي چارواکي د خیبر پښتونخوا په پخوانیو قبایلي او مدغمو ضلعو کې د ناامنۍ لامل له افغانستان سره د پولې پورې تړي، خو حقیقت دا دی چې سوات، بونېر، صوابۍ او حتی پېښور هم د امنیتي ستونزو شاهدان دي، حال دا چې دغو سیمو ته له افغانستان سره ګډه پوله نه شته.

 

اوس دا پوښتنه لا هم پر ځای ده چې که د شوروي اتحاد له وتلو وروسته امریکا هم افغانستان پرېښود، نو بیا ولې سیمه لا هم د ناامنۍ له کړکېچ سره مخ ده؟ که ستونزه یوازې سرحد وای، نو سوات او نورې لرې سیمي باید له دغو ستونزو خوندي وای.

 

زما په اند، د سیمي ډېرې امنیتي ستونزې یوازې د پوځي عملیاتو، ټوپک او مرمیو په وسیله نه شي حل کېدی. هغه ستراتیژۍ چې د سړې جګړې پر مهال د مذهبي شعارونو پر بنسټ جوړې شوې وې، نن نور اغېز نه لري. د سیمي خلک، په ځانګړي ډول پښتانه، اوس د جګړو تر شا سیاسي، اقتصادي او ستراتیژیک عوامل په ښه توګه درک کوي.

 

د ۲۰۲۵م کال له وروستیو راهیسي پاکستان د خپلو سیاسي، امنیتي، دیپلوماتیکو او اقتصادي انتخابونو له کارولو سره هڅه وکړه چې په افغانستان کې خپلې موخې ترلاسه کړي، خو مطلوبې پایلې یې ترلاسه نه کړې. تر دې وړاندې هم د بېلابېلو سیاسي او مذهبي شخصیتونو له لارې د طالبانو د حکومت د قانع کولو هڅې وشوې، خو د پام وړ بدلون رامنځته نه شو.

 

په افغانستان او پښتنې ټولنه کې د منځګړیتوب لپاره یوازې اړیکې بسنه نه کوي؛ اصلي اړتیا باور، مشروعیت او ټولنیز نفوذ دی. که همدا وضعیت دوام وکړي، پاکستان ښیي له هند وروسته له یوه بل مهم ګاونډي سره هم د باور اړیکې له لاسه ورکړي.

 

په همدې دلیل، د پاکستان د پرېکړه کوونکو لپاره اړینه ده چې د تېرو څو لسیزو سیاستونو ته له سره کتنه وکړي. که رښتیا هم د سیمي ثبات هدف وي، نو باید د زور، اقتصادي فشار او سرحدي محدودیتونو پر ځای د خبرو، روغې جوړې او د پښتنو د جرګې او دودیز منځګړیتوب لارې ته لومړیتوب ورکړل شي.

 

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د باور د بیا رغونې یوازینۍ اغېزمنه لاره متقابل درناوی، دوامداره سیاسي خبرې او د خلکو ترمنځ د اړیکو پیاوړتیا ده. تر هغه چې دا اصل ونه منل شي، د دواړو هېوادونو ترمنځ د بې‌ باورۍ او کړکېچ دا دوره به دوام ومومي.