د شمالي وزیرستان ډپټي کمشنر ،محمد تیمور خان اپریدي، په لارښوونه ،د جولایۍ په ۱۹مه، د میرام شاه نائب تحصیلدار عابد علي، د محرر سید عالم په ملتیا، د میرام شاه په بېلابېلو تنورونو، هوټلونو او بیکریو کې د نرخونو او خوراکي توکو د کیفیت د ارزونې لپاره پلټنیز عملیات ترسره کړل.
چارواکو د پلټنې پر مهال د سرکاري نرخنامې، د خوراکي توکو معیار، د صفایۍ وضعیت او د خوراکي موادو کیفیت وڅېړه. هغو دوکاندارانو ته خبرداری ورکړل شو چې له ټاکل شوو بیو یې زیاتې پیسې اخیستې وې، او هغو کاروباریانو ته ستاینه وشوه چې د حکومت له لارښوونو او ټاکل شوو اصولو سره سم یې کار کاوه.
د پلټنې پر مهال په بیکریو کې هېڅ ډول موده تېره (ایکسپایر) شوي خوراکي توکي ونه موندل شول.
ضلعي انتظامیې ویلي دي، چې د ولس د روغتیا د خوندیتوب، د خوراکي توکو د معیار ساتلو او د سرکاري نرخنامې د عملي کولو لپاره به دا ډول څارنې په دوامداره توګه روانې وي.


صفدر داوړ