د افغانستان د یو شمېر رسنیو د راپورونو له مخې، یو چینايي وګړي په کندهار کې له یوې ځايي افغان نجلۍ سره واده کړی، هغه خبر چې په ټولنیزو شبکو کې یې پراخ غبرګونونه راپارولي دي.

 

د ،جولایۍ په ۱۷مه، خپاره شوي راپورونو له مخې، د واده د مراسمو انځورونه او ویډیوګانې په ټولنیزو رسنیو خپرې شوې، چې ورپسې د کندهار اوسېدونکو او ګڼو کاروونکو پرې بېلابېل نظرونه څرګند کړي دي.

 

د کندهار یو اوسېدونکي په خپل فېسبوک لیکلي، که بهرني وګړي د لوړو ولورونو په ورکولو سره له افغان نجونو سره ودونه وکړي، نو دا به د هغو بېوزلو کورنیو ستونزې لا پسې زیاتې کړي، چې اوس هم د اقتصادي فشارونو له امله خپلې لوڼې په لوړ ولور او ډېری وخت له عمر خوړلو کسانو سره په نکاح ورکوي.

 

د افغانستان د پخواني جمهوري نظام پر مهال د ملي امنیت شورا پخواني ویاند، رحمت الله اندړ، هم پر دې موضوع غبرګون ښودلی او په خپل فېسبوک یې لیکلي دي چې دا پېښه د هېواد د بېوزلۍ او اقتصادي ستونزو څرګندونه کوي. هغه دا هم ویلي دي چې د سیمي مشران باید د داسې پېښو د مخنیوي لپاره خپل مسؤلیت ادا کړي.

 

یو شمېر نورو د ټولنیزو شبکو کاروونکو د پاکستان په ځینو سیمو کې د چینايي وګړو او ځايي ښځو د ودونو بېلګې یادې کړې او ویلي یې دي چې په ځینو مواردو کې وروسته حقوقي او ټولنیزې ستونزې هم راپورته شوې وې.

 

د طالبانو د حکومت یوه غړي، قاري تکل خوستي، هم په خپل فېسبوک لیکلي دي چې د افغان نجونو له بهرنیو وګړو سره د ودونو موضوع د اندېښنې وړ ده او دا یې د چارواکو بې‌ پروايي بللې ده.

 

تر اوسه د طالبانو حکومت د دغو راپورونو، د چینايي وګړي د هویت او یا هم د دې واده د قانوني وضعیت په اړه رسمي دریځ نه دی خپور کړی، او خپلواکو سرچینو هم د دې واده د جزئیاتو خپلواک تایید نه دی کړی.