د بلوچستان د زیارت ضلعې په وروستي برید کې د شهیدو شویو اوو پولیس سرتېرو د جنازې لمونځ ،د جولایۍ په ۱۸مه، د کوټې په ایوب سټېډیم کې د زرګونو کسانو په ګډون ترسره شو.
د جنازې په مراسمو کې د شهیدانو سرتېرو کورنیو ترڅنګ د بلوچستان د کورنیو چارو وزیر میر ضیاالله لانګو، صوبايي وزیر بخت کاکړ، صوبايي وزیر میر عاصم کرد ګېلو، سنېټر منظور کاکړ، د قامي اسمبلۍ د اپوزیشن مشر محمود خان اڅکزي، د قامي اسمبلۍ غړي خوشحال خان کاکړ او عادل خان بازي، د نېشنل پارټۍ مشر میر کبیر محمد شاهي، د عوامي نېشنل ګوند د بلوچستان صوبايي مشر اصغر خان اڅکزي، د پاکستان تحریک انصاف د بلوچستان مشر داود شاه کاکړ، د بلوچستان نېشنل پارټۍ مشر ساجد ترین اېډوکېټ، اختر حسین لانګو، د کوټې د پولیسو ډي ایي جي عمران او د پولیسو نورو لوړپوړو چارواکو ګډون کړی و.
ګډونوالو د زیارت د برید قربانیانو ته د درناوي پېرزوینې وړاندې کړې، د شهیدانو له کورنیو سره یې خواخوږي څرګنده کړه او د شهیدانو د لوړو درجو، د ټپیانو د زر روغتیا او د اغېزمنو کورنیو د زغم لپاره یې دعاوې وکړې.
د جنازې مراسم د ژور خپګان په فضا کې ترسره شول او ګډونوالو د زیارت برید په کلکو ټکو وغنده. هغوي وویل چې د امنیتي ځواکونو قربانۍ به د ولس له یاده ونه وځي او غوښتنه یې وکړه چې د برید عاملان دې زر تر زره د قانون منګولو ته وسپارل شي.


نعيم اچکزئي