د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ترهګرۍ ضد چارو د معاونیت سرپرست، الکساندر زویف، ویلي دي چې القاعده شبکه لا هم په افغانستان کې شتون لري، خو د پخوا په څېر پراخ او منظم فعالیتونه نه ترسره کوي.

 

زویف ،د جولایۍ په ۱۷مه، د روسیې له تاس خبري اژانس سره په مرکه کې ویلي، دي چې افغانستان له کلونو راهیسي د بېلابېلو وسله‌ والو ډلو د فعالیتونو مرکز پاتې شوی، او که څه هم د القاعده فعالیتونه محدود شوي دي، خو دغه ډله لا هم په افغانستان کې خپل حضور ساتي.

 

هغه زیاته کړه چې د القاعده او طالبانو ترمنځ اړیکې لا هم پېچلې دي. د طالبانو په اړه یې وویل، چې ملګرو ملتونو هغوي د افغانستان د رسمي استازو په توګه نه دي پېژندلي، خو په عمل کې د هېواد اداره د دوي په لاس کې ده.

 

د ملګرو ملتونو دغه چارواکي وویل، چې په افغانستان کې تر ټولو فعالې وسله‌ والې ډلې اوس مهال داعش خراسان او د پاکستان تحریک طالبان (ټي ټي پي) دي.

 

په ورته وخت کې، د ملګرو ملتونو په بېلابېلو راپورونو کې هم ویل شوي دي چې په افغانستان کې یو شمېر وسله‌ والې ډلې فعالیت کوي، خو د طالبانو حکومت تل دا دعوې رد کړې دي.

 

په دې وروستیو کې د طالبانو ویاند، ذبیح الله مجاهد، د روسیې د بهرنیو چارو د وزیر د هغو څرګندونو په غبرګون کې ،چې ویلي یې وو داعش خراسان له افغانستان څخه د خپلو فعالیتونو لپاره کار اخلي، وویل چې داعش په افغانستان کې حضور نه لري.

 

تر دې وړاندې د طالبانو د پوځ لوي درستیز، فصیح ‌الدین فطرت، هم ویلي وو چې د پاکستان تحریک طالبان (ټي ټي پي) په افغانستان کې شتون نه لري.