د خیبر پښتونخوا د نوښار ضلعې په کابل او سند سیندونو کې د اوبو د کچې له لوړېدو سره د ډوبېدو پېښې زیاتې شوې دي.
د ژغورنې ادارې ریسکیو ۱۱۲۲ له خوا ،د جولایۍ په ۱۷مه، د خپاره شویو معلوماتو له مخې، په تېرو دوو ورځو کې د یوه زده کوونکي په ګډون څلور کسان د لامبو وهلو پر مهال ډوب شوي او ژوند یې له لاسه ورکړی دی، په داسې حال کې چې یوه ښځه د سیمي د اوسېدونکو له خوا ژغورل شوې ده.
د ریسکیو ۱۱۲۲ ویاند وایي، د پېښور د اوسېدونکي ۳۱ کلن ،انور اسلام، جسد له سند سیند څخه را ایستل شوی دی، خو د نورو درېیو کسانو د موندلو لپاره د ژغورنې غوطه ور د لټون عملیاتو ته دوام ورکوي.
د ادارې په وینا، د شپې د تیارې له امله د لټون عملیات د جمعې په ماښام ودرول شول او ټاکل شوې ده چې د شنبې په سهار به بیا پېل شي.
ریسکیو ۱۱۲۲ وایي، چې په وروستیو دوو ورځو کې په کابل او سند سیندونو کې د ډوبېدو پېښو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی. ادارې له خلکو غوښتنه کړې ده چې د اوبو د کچې د لوړېدو او د سیندونو د چټک بهیر له امله دې له غیر ضروري سیندونو ته له ورتګ او لامبو وهلو ډډه وکړي، او د خوندیتوب سپارښتنې په جدي توګه مراعات کړي.
د ژغورنې چارواکي وایي، تر هغو چې د ورک شویو کسانو د برخلیک په اړه وروستۍ پایله نه وي ترلاسه شوې، د لټون عملیات به د شرایطو له مخې دوام ولري.


ندیم مشواني