د افغانستان د بدخشان ولایت د یفتل پایین ولسوالۍ ،د جولایۍ په ۱۷مه، د څو ساعتونو لپاره د طالبانو د مخالفې وسله والې ډلې تر ولکې لاندې د تلو له راپورونو وروسته، د طالبانو د پوځ مشر ،فصیحالدین فطرت، یادې ولسوالۍ ته سفر کړی او ویلي یې دي چې امنیتي وضعیت تر کنټرول لاندې دی.
فصیح الدین فطرت ویلي دي، چې هغه کسان چې د ده په وینا د امنیت د ګډوډولو هڅه یې کړې، ډېر نیول شوي او پاتې کسان به هم ډېر زر ونیول شي. هغه ټینګار کړی دی چې په بدخشان کې هېڅ امنیتي ستونزه نه شته او هر څوک چې د امنیت د خرابولو هڅه وکړي، د امنیتي ځواکونو له سخت غبرګون سره به مخ شي.
هغه همداراز له ځوانانو غوښتي دي چې له طالب ځواکونو سره همکاري وکړي او د هغو کسانو په خبرو دې نه غولېږي چې، د ده په وینا، له افغانستانه وتلي دي. خو د طالبانو مخالفې وسله والې ډلې ،سپاهیان میهن، د طالبانو دا دعوه رد کړې ده. دې ډلې په یوه اعلامیه کې ویلي دي چې د یفتل پایین له برید وروسته یې ټول غړي په خوندي ډول خپلو قرارګاوو ته ستانه شوي او هېڅ غړی یې نه دی نیول شوی.
له دې مخکې د طالبانو پلویو ټولنیزو رسنیو دعوه کړې وه چې په بدخشان کې د دې برید په تړاو یو شمېر کسان نیول شوي دي.
بلخوا، په بدخشان کې د طالبانو د پولیسو ویاند ،احسانالله کامګار، په یوه پیغام کې منلې چې د یفتل پایین ولسوالۍ مرکز د څو ساعتونو لپاره د طالبانو د مخالفې ډلې لاس ته ورغلی و. هغه ویلي دي، چې دا برید په داسې وخت کې شوی دی چې د ولسوالۍ ځیني مسؤلان په رخصتۍ کې وو.
کامګار زیاته کړې ده چې د طالبانو د مرستندویه ځواکونو له رسېدو وروسته بریدګر په څو ساعتونو کې شاتګ ته اړ شول او ،د ده په وینا، یو شمېر یې هم نیول شوي دي.
په همدې حال کې، په جلاوطنۍ کې افغان خبریال زیار خان یاد پر خپلې فېسبوک پاڼې لیکلي دي چې د یفتل پایین پېښه د هغو لنډمهالو ولسوالیو د نیولو تکرار دی چې، د هغه په خبره، طالبانو یې د جمهوري نظام پر مهال ترسره کولې. نوموړي ویلي دي، چې د سپاهیان میهن ډلې هم ولسوالۍ ونیوله، وسلې یې له ځان سره یوړې، خو د سیمي د ساتلو توان یې نه درلود.
همداراز، خپلواک افغان خبریال مختار وفايي د خپلو سرچینو په حواله د قوماندان عبدالقیوم ملنګ او ۱۵ نورو کسانو د نیول کېدو راپورونه رد کړي دي. هغه ویلي دي، هغه کسان چې طالبانو یې انځورونه خپاره کړي، ملکي وګړي دي، نه د سپاهیان میهن جنګیالي.
وفايي دا دعوه هم کړې ده چې د سپاهیان میهن ډلې غړو د یفتل لپاره د طالبانو د پولیسو د قوماندان په ګډون د طالبانو له ۱۵ تر ۲۰ غړي له ځان سره وړي او لږ تر لږه ۲۵ میله وسلې یې هم نیولې دي. نوموړي زیاته کړې چې طالبان اوس په یفتل پایین کې کور په کور پلټنې کوي.
ورسره هممهاله، د افغانستان د پخواني جمهوري نظام د ولسمشر پخواني مرستیال عبدالرشید دوستم د یفتل پایین له پېښې څو ساعته وروسته ویلي دي چې په نږدې راتلونکي کې به د افغانستان په یو شمېر شمالي ولایتونو کې نور امنیتي بدلونونه هم رامنځته شي.
تر اوسه د یادو دعوو په اړه خپلواکه تایید نه دی شوی، او د طالبانو او د هغوي د مخالفو ډلو روایتونه له یو بل سره په څرګند ډول توپیر لري.


شال نیوز