د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف په اسلام اباد کې د عوامي نېشنل ګوند له مرکزي مشر او دسینټ له غړي اېمل ولي خان سره لیدلي. په دې لیدنه کې د هېواد پر سیاسي وضعیت او په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې پر روان امنیتي حالت مفصلې خبرې وشوې.
د وزیراعظم د دفتر له خوا ،د جولایۍ په ۱۶مه، د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې، دواړو مشرانو په هېواد کې د سولې او امنیت د ټینګښت، د ترهګرۍ پر ضد د اقداماتو او د سیاسي ثبات په اړه د نظرونو تبادله وکړه.
بلخوا، عوامي نېشنل ګوند ویلي دي، چې اېمل ولي خان د خیبر پښتونخوا او بلوچستان د خرابېدونکي امنیتي وضعیت په اړه خپله اندېښنه له وزیراعظم سره شریکه کړه او ټینګار یې وکړ چې د تلپاتې سولې لپاره باید عملي او اغېزمن ګامونه واخیستل شي.
د ګوند د بیان له مخې، اېمل ولي خان د ملاکنډ ډویژن او ورګډو شویو ضلعو د مالیاتي تګلارې په اړه د خلکو اندېښنې هم وړاندې کړې او غوښتنه یې وکړه چې حکومت دې پرې بیا غور وکړي.
په لیدنه کې د چارسدې د ضلعي روغتون د طبي وسایلو د کمښت موضوع هم یاده شوه. د عوامي نېشنل ګوند په وینا، وزیراعظم اړوندو ادارو ته سپارښتنه کړې چې د روغتون لپاره اړین طبي وسایل زر برابر کړي.


شال نیوز