د زیارت د شهیدانو د پرلت کمېټۍ او د بلوچستان حکومت ترمنځ خبرې له کومې هوکړې پرته پای ته رسېدلې او د پرلت مشرانو نن ،د جولایۍ په ۱۷مه، په ټول بلوچستان کې د بشپړ شټرډاون اعتصاب اعلان کړی دی.
د پرلت د کمېټۍ په وینا، له حکومتي مذاکراتي پلاوي سره پر یوې مسودې هوکړه شوې وه، خو وروسته چې دغه مسوده د بلوچستان اعلا وزیر ته وړاندې شوه، پکې بدلونونه راوستل شول.
د عوامي نیشنل ګوند د بلوچستان صوبايي مشر او د پرلت د کمېټۍ غړي ،اصغر خان اڅکزي، د پرلت ګډونوالو ته په وینا کې وویل، چې حکومت له هغو ټکو پر شا شوی چې دواړو لورو پرې مخکې موافقه کړې وه. د هغه په وینا، کمېټه به یوازې هماغه وروستۍ مسوده مني چې د دواړو لورو ترمنځ پرې هوکړه شوې وه او له هغې پرته به پر نوې طرحه خبرې ونه کړي.
تر دې اعلان وروسته د پرلت کمېټۍ نن ورځ په ټول بلوچستان کې د بشپړ شټرډاون اعتصاب غوښتنه کړې او له سوداګرو، ټرانسپورټي اتحادیو، سیاسي ګوندونو او عامو خلکو یې غوښتي چې د اعتصاب ملاتړ وکړي.
د بلوچستان حکومت تر اوسه د خبرو د ناکامېدو او د پرلت د تازه اعلان په اړه رسمي دریځ نه دی خپور کړی.
د زیارت پرلت د هغو کسانو د وژنې پر ضد روان دی چې څه موده وړاندې د زیارت د کچ مانګي او هنه اوړک سیمو کې وژل شوي وو. د پرلت ګډونوال د پېښې د خپلواکې پلټنې، د مسؤلینو د نیولو او عدالت ته د سپارلو غوښتنه کوي.


نعيم اچکزئي