د بلوچستان په مستونګ ضلعه کې ،د جولایۍ په ۱۶مه، د امنیتي ځواکونو او وسله والو ترمنځ د نښتې له امله دوه کسان وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان شوي دي.
د ریسکیو چارواکو په وینا، په وژل شویو او ټپیانو کې څلور ماشومان، مزدوران او نور ملکي وګړي هم شامل دي. د پېښې ټول ټپیان او وژل شوي د درملنې او قانوني چارو لپاره د شهید نواب غوث بخش رییساني مېموریل روغتون ته لېږدول شوي دي.
د روغتون سرچینو ویلي دي، چې له پېښې وروسته په روغتون کې سخت امنیتي تدابیر نیول شوي دي. د ټپیانو له ډلې د څلورو کسانو روغتیايي وضعیت نازک ښودل شوی او د لا ښه درملنې لپاره د کوټې روغتونونو ته لېږدول شوي دي.
تر اوسه د نښتې د پېل لامل، د وژل شویو هویت او دا چې په نښته کې دواړو لورو ته څومره مرګ ژوبله اوښتې، په اړه چارواکو نور جزییات نه دي خپاره کړي.
چارواکي وايي، د پېښې په اړه نور معلومات به له پلټنو او رسمي ارزونې وروسته خپاره شي. شال نیوز به د رسمي معلوماتو له ترلاسه کېدو سره دا خبر تازه کړي.


نعيم اچکزئي