د طالبانو د امربالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدو وزیر، شیخ خالد حنفي وايي، چې د خلکو، په ځانګړي ډول د ښځو د حقونو د تر پښو لاندې کولو اجازه به هیچا ته ور نه کړي او د خپلو مخالفینو د خوشحالولو لپاره به له هېڅ دیني حکم څخه تېر نه شي.
حنفي دغه څرګندونې ،د جولایۍ په ۱۶مه، د مرکز زون د علماوو او قامي مشرانو د همغږۍ غونډه کې کړې دي. هغه وویل، چې یو شمېر کسان چې له هېواده بهر ژوند کوي، د امارتي نظام پر ضد منفي تبلیغات کوي، خو په وینا یې، د دغو کسانو موخه د خلکو هوساینه نه، بلکې د پیسو ترلاسه کول دي.
د طالبانو د امربالمعروف وزیر زیاته کړه: «موږ د الله بندګان یو او دا ځمکه هم د الله ده، نو په دې ځمکه به قانون هم الهي وي او د الهي قانون پلي کول زموږ او د دیني عالمانو مسوولیت دی.»
حنفي ټینګار وکړ چې طالبان به د منفي تبلیغاتو له امله د اسلامي شریعت له تطبیق څخه په شا نه شي او په افغانستان کې به د اسلامي شریعت د پلي کېدو بهیر ته دوام ورکړي.
هغه پر علماوو، قامي مشرانو، ځوانانو او رسنیو هم غږ وکړ چې ،د ده په وینا، د «دښمن» د هغو هڅو پر وړاندې سره متحد شي چې غواړي په ټولنه کې قامي، سمتي او ژبني اختلافونه رامنځته کړي.
شیخ خالد حنفي په پای کې وویل، چې د ټولنې د ژوند په ټولو برخو کې باید د اسلامي شریعت احکام په بشپړه توګه رعایت شي.


شال نیوز