پاکستان په ملګرو ملتونو کې د مصنوعي ځیرکتیا د نړیوالو ګټو د عادلانه وېش غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې دا ټکنالوژي باید د دوامدارې پراختیا، د ځوانانو د پیاوړتیا او د نړیوالو نابرابریو د کمولو لپاره وکارول شي.
دغه څرګندونې ،د جولایۍ په ۱۵مه، د ملګرو ملتونو په مرکزي دفتر کې د “مصنوعي ځیرکتیا او د دوامدارې پراختیا راتلونکی؛ نوښت، ګډون او پیاوړتیا” تر سرلیک لاندې په یوه لوړه کچه غونډه کې وشوې. دا غونډه د پاکستان او تاجکستان د دایمي سفیرانو او د پاکستان د وزیراعظم د ځوانانو پروګرام په ګډه جوړه کړې وه.
د پاکستان د وزیراعظم د ځوانانو پروګرام مشر، رانا مشهود احمد خان، غونډې ته وویل چې حکومت د ۲۰۲۶–۲۷م مالي کال لپاره د دغه پروګرام مالی پنګه ۴۰.۵۸ اربه روپۍ ټاکلې ده. د هغه په وینا، تر اوسه له شپږ لکو ډېر لپټاپونه وېشل شوي، ۷۳ زره ځوانانو ته د مصنوعي ځیرکتیا، بلاک چېن او ډیټا ساینس روزنه ورکړل شوې او له ۲۱۷ زرو څخه ډېرو کسانو ته تخنیکي زده کړی ورکړل شوي دي.
هغه زیاته کړه چې د پاکستان د مصنوعي ځیرکتیا ملي تګلاره تر ۲۰۳۰م کال پورې د یو میلیون ،ای ایي، ماهرینو او لس زره روزونکو د تیارولو هدف لري، څو هېواد د ای ايي په زریعه پیاوړی اقتصاد ته چمتو شي.
د تاجکستان د اقتصادي پراختیا او سوداګرۍ وزیر، عبدالر حمان عبدالرحمان زاده، هم غونډې ته وویل چې هېواد یې تر ۲۰۴۰م کال پورې د مصنوعي ځیرکتیا ملي ستراتیژي تګلاره جوړه کړې او د سیمه ییزې همکارۍ لپاره یې د ای ایي مرکز هم جوړ کړی دی.
د غونډې ګډونوالو ټینګار وکړ چې مصنوعي ځیرکتیا باید د دوامدارې پراختیا موخو، په ځانګړي ډول د صنعت، نوښت او بنسټیزو زیربناوو له نهمې موخې (ایس ډي جي - ۹) سره همغږې وي. هغوي خبرداری ورکړ چې که د ډیجیټلي زیربناوو، پانګونې، معلوماتي ظرفیت او مسلکي بشري ځواک تشې ډکې نه شي، نو ای ایي به د پرمختللو او مخ پر ودې هېوادونو ترمنځ واټن لا زیات کړي.
په پای کې، په ملګرو ملتونو کې د پاکستان دایمي استازي، عاصم افتخار احمد، وویل چې د مصنوعي ځیرکتیا راتلونکی باید انسان محوره، اخلاقي، شفاف، خوندي او حساب ورکوونکی وي. هغه ټینګار وکړ چې ځوانان باید یوازې د ټکنالوژۍ کاروونکي نه، بلکې د ای ایي د راتلونکي په جوړولو کې فعاله ونډه ولري او نړیواله همکاري باید د دې ټکنالوژۍ د عادلانه ګټو د ضمانت لپاره لا پیاوړې شي.


مجید بابر