د طالبانو د کورنیو چارو وزارت اړوند د پولیس راډیو د خپلو باخبرو سرچینو له قوله دعوه کړې ده چې طالبان له یو شمېر اروپايي هېوادونو سره د خپلو ډیپلوماټانو د منلو په اړه هوکړې ته رسېدلي دي.

د جولایۍ په ۱۵مه، د خپور شوي راپور له مخې، ټاکل شوې چې په راتلونکو ورځو کې د طالبانو شپږ ډیپلوماټان د خپلو دندو د پېل لپاره په بېلابېلو اروپايي هېوادونو کې د افغانستان سفارتونو ته واستول شي.

تر اوسه د دغو هېوادونو نومونه نه دي اعلان شوي او نه هم کوم اروپايي حکومت یا د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په رسمي ډول د دې دعوې پخلی کړی دی.

دا دعوه داسې مهال شوې چې ،د جون په ۲۳مه، د طالبانو یو پلاوی د بلجیم په بروکسل کې د اروپايي ټولنې د غړو هېوادونو له استازو سره په دوه اړخیزو او څو اړخیزو غونډو کې ګډون کړی و. طالبانو ویلي وو چې پلاوي ته د یوې ورځې ویزه ورکړل شوې وه او د سفر اصلي موخه اروپا ته د افغان کډوالو د ستنېدو او اړوندو قونسلي چارو په اړه خبرې وې.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویلي وو چې په دغو غونډو کې په اروپا کې د مېشتو افغانانو لپاره د قونسلي خدمتونو د بیا فعالېدو، د باور جوړونې، او د هغو افغانانو د ستونزو د حل لارو په اړه خبرې شوې چې د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه یې رد شوي دي.

طالبانو هغه مهال هیله څرګنده کړې وه چې دغه لیدنې به د اروپا او طالبانو ترمنځ د مثبت تعامل، د افغانانو د قونسلي ستونزو د حل او د متقابل احترام او ګډو ګټو پر بنسټ د همکارۍ د پراخېدو لامل شي. د بروکسل د سفر مشري د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند او د دغه وزارت د څلورم سیاسي ریاست عمومي رئیس عبدالقهار بلخي کوله.

له دې وړاندې هم طالبانو جرمني ته لږ تر لږه دوه ډیپلوماټان استولي وو، او ځینو جرمني رسنیو راپور ورکړی و چې دغه ډله جرمني ته د نورو ډیپلوماټانو د استولو هڅه هم کوي.

تر اوسه هېڅ اروپايي هېواد په رسمي ډول نه دي اعلان کړي چې د طالبانو له خوا معرفي شوي نوي ډیپلوماټان به ومني که نه. له همدې امله د پولیس راډیو راپور لا هم د خپلواکو سرچینو له خوا نه دی تایید شوی.