د پاکستان وزیراعظم ،شهباز شریف، پر سعودي عربستان د یمن د حوثي وسله ‌والې ډلې وروستي توغندیز بریدونه په کلکو ټکو غندلي او ویلي یې دي چې پاکستان د سعودي عربستان د امنیت، ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ترڅنګ په ټینګه ولاړ دی.

 

د سعودي چارواکو په وینا، حوثي وسله ‌والو له یمنه د سعودي عربستان پر لور څو بالستیک توغندي او بې‌ پیلوټه الوتکې وتوغولې، خو د سعودي هوايي دفاعي ځواکونو ټول بریدونه شنډ کړل او د احتمالي زیان مخه یې ونیوله. دا بریدونه په داسې حال کې شوي چې د سره سمندر او منځني ختیځ په سیمه کې امنیتي کړکېچ لا هم دوام لري.

 

د راپورونو له مخې، حوثي ډلې ویلي دي چې دغه بریدونه یې د یمن په صنعا کې د وروستیو پوځي عملیاتو په غبرګون کې کړي دي. د یمن نړیوالې رسمیت‌ پېژندل شوې ادارې دعوه کړې چې د صنعا په هوايي ډګر کې یې د ایران اړوند یوې الوتکې د ښکته کېدو د مخنیوي لپاره عملیات ترسره کړي وو، خو حوثیان وایي چې دا اقدام د سعودي عربستان په ملاتړ شوی او د همدې له امله یې پر سعودي توغندیز بریدونه کړي دي.

 

وزیراعظم شهباز شریف ،د جولایۍ په ۱۴مه، په ټولنیزه شبکه ایکس کې په خپاره کړي پیغام کې ویلي دي، چې پر سعودي عربستان بریدونه د دغه هېواد د ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ښکاره سرغړونه ده او دا ډول کړنې د سیمي سوله، امنیت او ثبات له جدي ګواښ سره مخ کوي.

 

هغه ویلي، د پاکستان حکومت او ولس په دې حساسو شرایطو کې له خپل ورور هېواد سعودي عربستان سره بشپړ پیوستون څرګندوي او د هغه د امنیت او دفاع لپاره خپل کلک ملاتړ تازه کوي.

 

وزیراعظم شهباز شریف همداراز ټینګار کړی چې پاکستان به د سیمي د تلپاتې سولې، امنیت، ثبات او متقابل تفاهم د پیاوړتیا لپاره د ټولو صادقانه او رغنده هڅو ملاتړ ته دوام ورکړي.

 

د سعودي عربستان او یمن د حوثي ډلې ترمنځ د کلونو راهیسي شخړه روانه ده. حوثیان، چې د ایران له ملاتړ څخه برخمن ګڼل کېږي، وخت ناوخت پر سعودي عربستان د توغندیو او بې‌ پیلوټه الوتکو بریدونه کوي، په داسې حال کې چې ریاض د یمن د نړیوالې رسمیت‌ پېژندل شوې ادارې ملاتړ کوي.

 

د سیمي وروستي کړکېچونه او د ایران، اسراییل او امریکا ترمنځ زیاتېدونکي تاوتریخوالي هم د دې بریدونو د زیاتېدو اندېښنې راپارولي دي.