د جمعیت علمای اسلام (ف) مشر ،مولانا فضل الرحمان، د پاکستان پر پوځ او د هېواد پر امنیتي تګلارو سختې نیوکې کړې او ویلي یې دي، چې که د پوځ مشران غواړي په سیاست کې برخه واخلي، نو باید له پوځ څخه استعفا ورکړي، یونیفورم وباسي او د نورو سیاستوالو په څېر د ولس رایې ترلاسه کړي. هغه وویل، پوځ باید د اساسي قانون له مخې یوازې خپلې مسلکي او دفاعي دندې ترسره کړي او له سیاست څخه لرې پاتې شي.

 

مولانا فضل الرحمان دغه څرګندونې ،د جولایۍ په ۱۳مه، د پنجاب د قصور ضلعې په یوه ولسي غونډه کې وکړې. نوموړي د خلکو د وسله والو او د شخصي لښکرو د جوړولو وړاندیز رد کړ او ویې ویل، چې د هېواد امنیت ساتل د دولت او امنیتي ادارو مسؤلیت دی، نه د عامو خلکو.

 

هغه وویل، چې د پوځ د سرتېرو قربانیو ته درناوی لري، خو د دغو قربانیو په نوم باید پر ولس احسان ونه شي. د هغه په وینا، پوځ خپل معاشونه، وسلې، تجهیزات او نور لګښتونه د همدې هېواد د خلکو د مالیاتو له پیسو ترلاسه کوي، نو د هېواد دفاع د دوي اساسي دنده ده.

 

مولانا فضل الرحمان وویل: “ولې د خپلې وینې احسان پر ولس کوئ؟ تاسې د همدې ولس د خولو او مالیاتو له پیسو معاشونه اخلئ، بیا هم له موږ غواړئ چې لښکر جوړ کړو او د وسله‌ والو پر ضد وجنګېږو. ما هېڅکله له دولته معاش نه دی اخیستی او نه به شخصي لښکر جوړ کړم.”

 

هغه خبرداری ورکړ چې که حکومت او امنیتي ادارې د خپلو مسؤلیتونو پر ځای خلک وسلې اخیستو ته وهڅوي، نو دا به په هېواد کې د شخصي دښمنیو، غچ اخیستنې او بې‌ قانونۍ نوې لړۍ پېل کړي چې اغېزې به یې د اوږدې مودې لپاره پاتې شي.

 

د جمعیت علمای اسلام (ف) مشر د پوځ پر سیاسي رول هم نیوکه وکړه او ویې ویل، که څوک غواړي سیاست وکړي، نو باید له پوځ څخه ووځي، یونیفورم وباسي او د ولس محکمې ته ځان وړاندې کړي. هغه زیاته کړه: “که سیاست کول غواړئ، یونیفورم وباسئ، ټاکنو ته راشئ، بیا به ولس پرېکړه وکړي چې څومره ملاتړ لرئ.”

 

مولانا فضل الرحمان دا دعوه هم وکړه چې په پاکستان کې د حکومتونو جوړېدل او نسکورېدل باید یوازې د ولس د رایو له لارې وي، نه د غیر منتخبو ادارو په مداخله. د هغه په وینا، په یوه جمهوري نظام کې وروستۍ پرېکړه باید د خلکو وي او ټولې ادارې باید د اساسي قانون په چوکاټ کې خپلې دندې ترسره کړي.

 

د نوموړي دغه څرګندونې په داسې حال کې شوې چې په پاکستان کې د امنیتي وضعیت، په ځانګړي ډول په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې د وسله‌ والو بریدونو له زیاتېدو وروسته، د پوځ د رول او د امنیتي تګلارو په اړه سیاسي بحثونه هم تاوده شوي دي.

 

تر اوسه د پاکستان پوځ د عامه اړیکو ادارې (ایی اېس پي ار) د مولانا فضل الرحمان د دغو وروستیو څرګندونو په اړه کوم رسمي غبرګون نه دی خپور کړی.