د افغانستان، د روسیې د داغستان او تیومن ولایتونو او قزاقستان د سوداګرو او پانګوالو ترمنځ د ۴۴۶ میلیون او ۶۲۰ زره افغانیو په ارزښت سوداګریز هوکړه لیکونه لاسلیک شول.
دغه هوکړه لیکونه ،د جولایۍ په ۱۴مه، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې په کوربه توب د ګډې (بي۲بي) سوداګریزې ناستې په ترڅ کې لاسلیک شول، چې پکې افغان، روسي او قزاقي سوداګرو او پانګوالو ګډون کړی و.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې چارواکو دا ډول ناستې د سوداګرۍ د پراختیا، پانګونې د زیاتوالي او د اقتصادي همکاریو د پیاوړتیا لپاره مهمې وبللې.
یاد هوکړه لیکونه د ساختماني چارو، درملو، خوراکي توکو او کرنیزو خدمتونو په برخو کې لاسلیک شوي دي.


شال نیوز