د بلوچستان د چمن ضلعې په ګډون د کوټې بلاک په ټولو ضلعو کې د ګوزڼ (پولیو) ضد ځانګړی کمپاین نن، د جولایۍ په ۱۳مه، په رسمي توګه پېل شو.

 

د کمپاین د پرانیستې په مراسمو کې د بلوچستان د ګوزڼ ضد بېړنیو عملیاتو د مرکز صوبایي کوارډینیټر انعام الحق، د چمن ډپټي کمیشنر حبیب احمد بنګلزی، د روغتیا محکمې، د روغتیا نړیوال سازمان او د ګوزڼ ضد پروګرام چارواکو ګډون کړی و.

 

د بلوچستان د ګوزڼ ضد بېړنیو عملیاتو د مرکز صوبایي کوارډینیټر انعام الحق وویل، چې په تېرو درېیو میاشتو کې د چمن د چاپېریال له بېلګو څخه د ګوزڼ ویروس د موندل کېدو له امله د کوټې بلاک په ټولو ضلعو کې دا ځانګړی کمپاین پېل شوی دی.

 

د هغه په وینا، د کمپاین پر مهال به د پنځو کلونو څخه کم عمره ټولو ماشومانو ته د ګوزڼ ضد څاڅکي ورکول کېږي او ورسره به د ګوزڼ ضد پیاوړې واکسیني ستنه هم لګول کېږي، څو د دې ناروغۍ پر وړاندې یې معافیت لا پیاوړی شي.

 

انعام الحق له والدینو وغوښتل چې خپل ټول د پنځو کلونو څخه کم عمره ماشومان د ګوزڼ ضد څاڅکو او واکسیني ستنې لپاره روغتیايي ډلو ته ورولي. هغه وویل، چې د ګوزڼ بشپړ له منځه وړل یوازې د حکومت، روغتیايي ادارو او ولس په ګډه همکارۍ ممکن دی.

 

بلخوا، د بلوچستان د ګوزڼ ضد پروګرام صوبایي کوارډینیټر ډاکټر نجیب الله وویل، چې د ګوزڼ ضد هر کمپاین کې د ماشومانو ګډون ډېر مهم دی. هغه له والدینو وغوښتل چې هر ځل خپلو ماشومانو ته د ګوزڼ ضد څاڅکي ورکړي او په هغو سیمو کې چې د ګوزڼ ضد پیاوړې واکسیني ستنه موجوده وي، له هغې څخه هم ګټه واخلي، ځکه دا کار د ماشومانو دفاعي ځواک نور هم پیاوړی کوي او د ګوزڼ ویروس د بشپړ له منځه وړلو له ملي هڅو سره مرسته کوي.