د جولایۍ له نیمایي سره په پاکستان کې د پشکال بارانونه پیلېږي. که څه هم د بارانونو اندازه او د پېل وخت له یوې سیمي تر بلې توپیر لري، خو د کرکېلې او چاپېریال ماهران وايي، د پشکال موسم د ونو او مېوه لرونکو نیالګیو د کېنولو لپاره تر ټولو مناسب وخت دی، ځکه په دې موسم کې باران د نوو نیالګیو په ریښه نیولو، چټکې ودې او ژوندي پاتې کېدو کې مهم رول لري.

 

د چاپېریال ماهران وايي، د اقلیم بدلون، د ځنګلونو کمېدل، د نفوسو زیاتوالی او د ښارونو پراخېدو په خیبر پښتونخوا، پخوانیو قبایلي سیمو او افغانستان کې د تودوخې درجه لوړه کړې ده. د دوي په وینا، د سیمي له اقلیم سره برابرې ونې د هوا ککړتیا کموي، کاربن ډای اکسایډ جذبوي، خاوره له تخریب څخه ژغوري، د ځمکې لاندې اوبو په ساتنه کې مرسته کوي او د مرغانو او نورو ژوو لپاره طبیعي استوګنځایونه برابروي.

 

د کرکېلې ماهران سپارښتنه کوي چې هره سیمه باید هغه ونې وکري چې د هماغې سیمي له اقلیم او خاورې سره برابرې وي. د پېښور، چارسدې، مردان، صوابۍ، نوښار، کوهاټ او بنو لپاره نیم، شیشم، بکیاڼه، کچنار، دیسي کیکر، توت او سپېدار مناسبې ونې ګڼل کېږي. د مېوو له ډلې ام، امرود، جامن، انار، بیر، مالټه، کینو او لیمو په دغو سیمو کې ښه حاصل ورکوي.

 

په سوات، بونېر، شانګله، ملاکنډ، دیر او چترال کې چنار، دیودار، نښتر، چلغوزه او اخروټ د سیمي له اقلیم سره برابرې ونې دي، او مڼه، ناک، شفتالو، زردالو، ګیلاس او الوبالو په دغو غرنیو سیمو کې ښه وده کوي.

 

د باجوړ، مومندو، خیبر، اورکزیو، کورمې، شمالي وزیرستان او سویلي وزیرستان لپاره زېتون، انار، انځر، توت، بادام، بیر، نیم، شیشم او دیسي کیکر مناسب انتخابونه بلل کېږي. د کرکېلې ماهران وايي، زېتون د دغو سیمو په غرنیو او وچو سیمو کې د لږو اوبو په شتون کې هم ښه وده کوي او د کروندګرو لپاره اقتصادي ارزښت لري.

 

په افغانستان کې د ننګرهار، لغمان، کونړ، خوست، پکتیا او پکتیکا په نسبتاً تودو سیمو کې زېتون، انار، انځر، توت، امرود، ام، مالټه، لیمو، نیم او شیشم ښه وده کوي. په کابل، پروان، کاپیسا، پنجشېر، بامیان، بلخ، سمنګان، تخار او بدخشان کې بیا مڼه، ناک، زردالو، شفتالو، ګیلاس، بادام، اخروټ او چنار د سیمي له اقلیم سره مناسبې ونې ګڼل کېږي.

 

د ګل لرونکو ونو له ډلې کچنار، بکیاڼه، ارغوان، ګلموهر او ژاکارانډا نه یوازې د ښارونو او کلیو ښکلا زیاتوي، بلکې د پسرلي او اوړي په موسمونو کې ښکلي ګلان هم کوي او د سیوري ښه سرچینه بلل کېږي.

 

د چاپېریال ماهران وايي، نیم د تودوخې او وچکالۍ پر وړاندې له مقاومت لرونکو ونو څخه ده، خو دا دعوه چې ګواکې د شپې اکسیجن تولیدوي، ساینسي بنسټ نه لري. د نورو ونو په څېر نیم هم د ورځې د لمر په رڼا کې اکسیجن تولیدوي او د شپې عادي تنفس کوي. همدارنګه دا دعوه هم کره نه ده چې یوه ځانګړې ونه د درې ایرکنډېشنرونو هومره یخوالی برابروي، ځکه د ونې د سیوري او یخوالي اندازه د هغې له ډول، عمر، قد، پاڼو او چاپېریال سره تړاو لري.

 

د چاپېریال او کرکېلې ماهران له خلکو غواړي چې د پشکال له بارانونو ګټه واخلي او په خپلو کورونو، ښوونځیو، جوماتونو، هدېرو، کروندو او عامه ځایونو کې د سیمي له اقلیم سره برابرې ونې او مېوه لرونکي نیالګي کېنوي. د دوي په وینا، د یوې ونې کېنول یوازې د چاپېریال د ساتنې لپاره نه، بلکې د راتلونکو نسلونو لپاره د پاکې هوا، سالم چاپېریال او زرغون راتلونکي په جوړولو کې هم مهمه پانګونه ده.