د بلوچستان په زیارت او کوټه کې د کچ مانګي د پېښې د قربانیانو د کورنیو او د هغوي د ملاتړو احتجاجونه ،د جولایۍ پر ۱۳مه، هم دوام لري. احتجاج کوونکي وایي، تر هغو به خپلې ناستې او پرلتونه نه ختموي چې د پېښې د رڼو او خپلواکو پلټنو، د مسؤلو کسانو د نیولو او د قربانیانو کورنیو ته د انصاف غوښتنې عملي شوې نه وي.
د زیارت په ضلعه کې د ډپټي کمشنر دفتر مخې ته د کچ مانګي د قربانیانو له کورنیو سره د پیوستون په موخه احتجاجي ناسته روانه ده، چې پکې د قربانیانو وارثان، سیاسي او ټولنیز مشران، قامي مخور، وکیلان، زده کوونکي او د بېلابېلو برخو استازي ګډون لري.
احتجاج کوونکو قربانیانو ته د عقیدت پېرزوینې وړاندې کړې، د ترهګرۍ غندنه یې وکړه او ټینګار یې وکړ چې د کچ مانګي د پېښې د قربانیانو وینه باید بې ځوابه پاتې نه شي. هغوي له حکومته وغوښتل چې د پېښې رڼې، خپلواکې او بې پرې پلټنې ترسره کړي، ټول مسؤل کسان ونیسي، قانون ته یې وسپاري او له قربانیانو سره شوې ژمنې عملي کړي.
احتجاج کوونکو همداراز غوښتنه وکړه چې د قربانیانو کورنیو ته بشپړ امنیت، مالي مرستې او نورې اړینې اسانتیاوې برابرې شي او په بلوچستان کې د امنیت د ټینګښت لپاره د ترهګرۍ پر ضد اغېزمن او دوامدار اقدامات وشي، څو د ورته پېښو مخه ونیول شي.
بل لور ته، په کوټه کې د کوهله پاټک پر احتجاجي پرلت کې د زیارت په پېښه کې د وژل شویو پولیسو د کورنیو احتجاج هم د پرله پسې پنځمې ورځې لپاره دوام لري. د پرلت ګډونوال وایي، تر هغو به خپل احتجاج ته دوام ورکړي چې د پېښې د رڼو پلټنو، د ټولو مسؤلو کسانو د نیولو او د قربانیانو کورنیو ته د زر انصاف ورکولو غوښتنې یې عملي شوې نه وي.
د احتجاج په پای کې ګډونوالو یو ځل بیا پر حکومت غږ وکړ چې د قربانیانو کورنیو ته دې امنیت، مالي ملاتړ او انصاف باوري کړي او په بلوچستان کې د تلپاتې سولې او امنیت د ټینګښت لپاره دې عملي او پایداره تګلاره خپله کړي.


نعيم اچکزئي