د طالبانو د بهرنیو چارو د وزارت د اقتصادي اړیکو رییس ،شفیع اعظم، ویلي دي، چې افغانستان له اوږدو جګړو وروسته اوس تر هر څه زیات داخلي یووالي، اقتصادي ثبات او له نړۍ سره د متوازنو اړیکو اړتیا لري او باید هېواد له “شریرو انسانانو” او نویو شخړو خوندي وساتل شي.
شفیع اعظم ،د جولایۍ په ۱۱مه، په خپله اېکس پاڼه لیکلي، افغانستان له کورنیو او بهرنیو جګړو تازه راوتی دی او د یو ټپي ملت په څېر دی. هغه ویلي دي، چې په داسې شرایطو کې د خلکو ارامول، د بېوزلۍ کمول او د ولس د زړونو ګټل د هر چارواکي او هر پوه کس دیني او دنیوي مسوولیت دی.
هغه زیاته کړې، چې د افغانستان شاوخوا سیمه او نړۍ له شریرو انسانانو ډکه ده او ځکه باید هېواد له هر ډول شر، ټکر او ستونزو خوندي وساتل شي.
که څه هم شفیع اعظم د طالبانو د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزیر خالد حنفي نوم په مستقیم ډول نه دی اخیستی، خو د هغه څرګندونې د خالد حنفي وروستیو خبرو ته غیر مستقیم غبرګون ګڼل کېږي.
خالد حنفي څو ورځې وړاندې په ازبکستان کې د اسلام د وضعیت په اړه ویلي وو چې هلته د اسلام یوازې نوم پاتې دی. هغه دعوه کړې وه چې په سمرقند، بخارا او ترمذ، چې د اسلامي تاریخ مهم ښارونه او د سترو محدثینو د زېږېدو سیمي دي، اوس اسلام یوازې د خلکو پر ژبو پاتې دی.
حنفي ویلي وو، د ده په باور د دې وضعیت لامل دا دی چې د ازبکستان دیني عالمانو د دیني احکامو د پلي کولو واک حکومت ته سپارلی دی.
تر اوسه د ازبکستان حکومت د دغو څرګندونو په اړه کوم رسمي غبرګون نه دی ښودلی.
د شفیع اعظم څرګندونې په داسې وخت کې خپرې شوې دي چې د طالبانو د ځینو چارواکو وروستیو څرګندونو د افغانستان د سیمه ییزو او نړیوالو اړیکو په اړه بحثونه راپارولي دي.


شال نیوز