د پاکستان د وزیر اعظم مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر ،اسحاق ډار، د سعودي عربستان د بهرنیو چارو له وزیر ،شهزاده فیصل بن فرحان آل سعود، سره نن ،د جولايۍ په ۱۲مه، په ټیلیفون خبرې کړې دي.

 

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي، چې دواړو وزیرانو د سیمي پر وروستیو امنیتي حالاتو خبرې وکړې او د امریکا او ایران ترمنځ د ۲۰۲۶م کال د جون په میاشت کې د اسلام‌اباد له تفاهم‌ لیک وروسته د تاوتریخوالي پر بیا زیاتېدو یې ژوره اندېښنه څرګنده کړه.

 

 

 

 

دواړو لورو هوکړه وکړه چې د شخړې بیا پېل د هېڅ لوري په ګټه نه دی او د سیمي د سولې او ثبات لپاره روانې هڅې له خنډ سره مخ کوي.

 

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر د سیمه‌ ییزو ډیپلوماټیکو هڅو په اړه د خپل هېواد دریځ شریک کړ او ویې ویل چې د تاوتریخوالي کمول او د خبرو اترو دوام د کړکېچ د هواري یوازینۍ اغېزمنه لاره ده.

 

اسحاق ډار یو ځل بیا د پاکستان دریځ تکرار کړ او له ټولو ښکېلو لورو یې وغوښتل چې له زغمه کار واخلي، پوځي اقدامات محدود کړي او د منځګړیتوب هڅو ته کافي وخت او فرصت ورکړي، څو شخړه د خبرو له لارې هواره شي.

 

د پاکستان او سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیرانو هوکړه وکړه چې د سیمي د روان وضعیت په اړه به خپلو نږدې اړیکو او مشورو ته دوام ورکوي.