پاکستان کې مېشت یو شمېر د طب افغان زده کوونکي وایي، چې د پنجاب صوبې په تدریسي روغتونونو او طبي کالجونو کې سلګونه افغان زده کوونکي د ویزو د مودې د پای ته رسېدو له امله له تخصصي زده کړو او عملي روزنې محروم شوي دي.
د دغو زده کوونکو په وینا، د پنجاب ځايي چارواکو ،هغو افغان ډاکټرانو ته چې د تخصص یا لوړو طبي زده کړو پروګرامونه تعقیبوي، ویلي دي چې تر هغې به په تدریسي روغتونونو کې د عملي روزنې او زده کړو دوام نه شي کولی، څو یې ویزې قانوني او تمدید شوې نه وي.
د ترلاسه شویو معلوماتو له مخې، نږدې اووه سوه د طب افغان زده کوونکي دا مهال د پنجاب صوبې په بېلابېلو تدریسي روغتونونو کې د تخصصي طبي زده کړو پروګرامونه تعقیبوي. دغه روزنیز پروګرامونه په لاهور، ملتان، بهاولپور، سهیوال او یو شمېر نورو ښارونو کې روان دي.
په پاکستان کې افغان زده کوونکو ته د طبي تخصصي زده کړو لپاره دوه سلنه ځانګړې ونډه ټاکل شوې ده. دغه زده کوونکي د اړوندو ازموینو له بریالیتوب وروسته په دولتي تدریسي روغتونونو کې د بېلابېلو څانګو عملي او تخصصي روزنه ترسره کوي.
یو شمېر زده کوونکي وایي، چې د ویزو د تمدید لپاره یې ټول قانوني اسناد، غوښتنلیکونه او اړین پړاوونه بشپړ کړي، خو تر اوسه ورته نوې ویزې نه دي صادرې شوې. د دوي په خبره، د ویزو د نه تمدید له امله نه یوازې د دوي تخصصي روزنه درېدلې، بلکې د څو کلونو زده کړې، مسلکي راتلونکی او د ناروغانو د درملنې اړوند روزنیز پروګرامونه هم اغېزمن شوي دي.
دا وضعیت په داسې وخت کې رامنځته شوی دی چې د پاکستان حکومت د هغو افغان وګړو لپاره، چې د ویزو موده یې پای ته رسېدلې یا قانوني اسناد نه لري، ټاکل شوی مهلت د جولایۍ په ۱۰مه پای ته رسولی دی.
د پاکستان د کورنیو چارو وزارت اړوندو ادارو ته لارښوونه کړې ده چې د هغو بهرنیو وګړو پر وړاندې قانوني اقدام وکړي چې د اعتبار وړ اسناد نه لري یا یې د ویزو موده پای ته رسېدلې وي. وزارت همدارنګه صوبایي حکومتونو او امنیتي ادارو ته سپارښتنه کړې ده چې د افغان وګړو د بېرته ستنېدو بهیر چټک کړي او هره ورځ د نیول شویو او بېرته ستنول شویو کسانو په اړه راپورونه وړاندې کړي.
د راپورونو له مخې، دا مهال په پاکستان کې د شاوخوا دوه نیمو لکو افغان وګړو ویزې پای ته رسېدلې دي، او د چارواکو د معلوماتو له مخې د دغو کسانو د قانوني وضعیت ارزونه او د بېرته ستنولو بهیر روان دی.
په همدې حال کې پاکستانۍ رسنۍ راپور ورکوي چې د خیبر پښتونخوا حکومت د افغان وګړو د بېرته ستنولو لپاره تیاری بشپړ کړی او یوازې له پېښوره به شاوخوا شل زره افغانان په پړاوونو کې افغانستان ته ولېږدول شي.
بلخوا، د پېښور د ښار د پولیسو مشر ،میا سعید احمد، پولیسو ته لارښوونه کړې ده چې د افغان وګړو د بېرته ستنولو پر مهال دې ورسره د قانون، انساني کرامت او درناوي له مخې چلند وشي، له هر ډول ناوړه چلند او بډو اخیستلو دې ډډه وشي او ټول اقدامات دې د نافذه قوانینو په چوکاټ کې ترسره شي.
تر اوسه د پاکستان د روغتیا وزارت، د پنجاب حکومت، د پنجاب د ځانګړې روغتیا او طبي زده کړو ادارې او یا هم د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د افغان زده کوونکو د دغو دعوو په اړه کوم رسمي دریځ نه دی خپور کړی.
یو شمېر زده کوونکي هیله څرګندوي چې د ویزو د تمدید بهیر به زر بشپړ شي، څو وکولی شي خپلې تخصصي زده کړې او عملي روزنه بېرته پېل کړي او د څو کلونو علمي هڅې یې له خنډ سره مخ نه شي.


سلمان یوسفزی