د پاکستان دولتي تلوېزیون ،د جولایۍ په ۱۰مه، د امنیتي سرچینو له قوله راپور ورکړی، چې په بلوچستان کې د «شعبان» په نوم روانو عملیاتو او د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ په بېلابېلو کارروایو کې ټولټال ۷۵ وسله وال وژل شوي دي. بلخوا د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف ویلي دي، چې حکومت به د ترهګرۍ پر ضد عملیات تر هغې روان ساتي، څو په هېواد کې ترهګري په بشپړه توګه ختمه شي.
د امنیتي سرچینو په وینا، د «شعبان» عملیات د زیارت ضلعې د منګي ډیم پر پولیسو څوکۍ له برید وروسته شروع شول. د دوي په خبره، په دغو عملیاتو کې تر اوسه ۳۹ وسله وال وژل شوي دي.
سرچیني وایي، د جولایۍ له ۵مې نېټې راهیسي په بلوچستان کې د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ په نورو بېلابېلو کارروایو کې ۳۶ نور وسله وال هم وژل شوي، چې له دې سره د حکومت د دعوې له مخې د وژل شویو وسله والو شمېر ۷۵ ته رسېدلی دی.
د امنیتي سرچینو په وینا، د خضدار ضلعې د زهري په سیمه کې پر یوه پولیس تاڼه د برید هڅه هم ناکامه کړی شوې ده. د دوي په خبره، د پاکستان پوځ او سرحدي ځواکونو (اېف سي) په ګډه کارروایۍ کې اته بریدګر وژلي دي. همدارنګه د چورلکو په مرسته ترسره شویو عملیاتو کې د پنځو یا شپږو نورو وسله والو د وژل کېدو دعوه هم شوې، خو دغه شمېرې لا تر اوسه خپلواکو سرچینو نه دي تایید کړي.
د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو ادارې (ای اېس پي ار) مشر، لفټننټ جنرال احمد شریف چوهدري، د روانې اوونۍ په پېل کې ویلي وو چې تېره اوونۍ د بلوچستان په هنه اوړک، د زیارت د منګي ډیم پمپنګ سټېشن ته نږدې او د ډیله بندر په سیمه کې په بریدونو کې ۴۲ ملکي وګړي او امنیتي سرتېري وژل شوي وو. د هغه په وینا، له دغو بریدونو وروسته په سیمه کې پراخ ځمکني او هوايي عملیات پېل شول.
د پاکستان حکومت وایي، دغه عملیات د هېواد د ترهګرۍ ضد روانو عملیاتو برخه ده او هدف یې د وسله والو شبکو، د هغوي د پټنځایونو او لوژستیکي اسانتیاوو له منځه وړل دي.
د وزیراعظم د دفتر له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي دي، چې شهباز شریف د «شعبان» عملیاتو د پرمختګ ستاینه کړې او د پاکستان پوځ، سرحدي ځواکونو او بلوچستان پولیسو یې په ترسره شویو کارروایو ستایلي دي.
وزیراعظم شهباز شریف ویلي دي، چې د حکومت په وینا په روانو عملیاتو کې د ۷۵ وسله والو وژل کېدل د امنیتي ځواکونو د مسلکي وړتیا څرګندونه کوي. هغه ټینګار کړی چې حکومت به د ترهګرۍ پر ضد خپلې هلې ځلې تر هغې روانې ساتي، څو په هېواد کې ترهګري په بشپړه توګه ختمه شي.
تر اوسه د پاکستان د حکومت له خوا د وړاندې شویو شمېرو او دعوو خپلواک تایید نه دی شوی او د دغو عملیاتو په اړه د وسله والو ډلو دریځ هم لا نه دی خپور شوی.


نعيم اچکزئي