د عصري ټکنالوژۍ او صنعتي لوښو له پراخېدو سره سره، د لرګیو د لوښو دودیز هنر لا هم په ځینو سیمو کې ژوندی پاتې دی، خو له دې هنر سره تړلي هنرمندان وایي چې د بازار د محدودېدو له امله یې کسب له جدي ستونزو سره مخ دی.
هغه هنرمندان چې دا هنر یې له خپلو پلرونو او نیکونو څخه په میراث ترلاسه کړی، اوس هم د لاس په زحمت د لرګیو بېلابېل لوښي جوړوي او هڅه کوي چې دا پخوانی دود ژوندی وساتي.

عصمت علي اخون