د چاپېریال او موسمي بدلون پوهان وایي، چې په پېښور کې د ځمکې لاندې د اوبو کچه په پرله پسې ډول راټیټېږي او که د اوبو د ساتنې مناسب انتظام لپاره بېړني ګامونه پورته نه شي، ښار به په راتلونکو کلونو کې د اوبو له سخت کمښت سره مخ شي.
د پوهانو په وینا، د پېښور په ځینو سیمو کې د ځمکې لاندې د اوبو کچه هر کال له یو متره هم زیاته ښکته ځي، او په تېرو دېرشو کلونو کې په اوسط ډول شاوخوا ۶ اعشاریه ۵ متره راټیټه شوې ده.
کارپوهان وایي، د کرنیزو ځمکو پر ځای د هاوسنګ سوسایټیو بې پلاني جوړېدل، د خلکو د شمېر زیاتېدل او د ټیوب وېلونو بغیر انتظامه کارول د دې ستونزې مهم لاملونه دي.
د پېښور پوهنتون د جغرافیې څانګې مشر او د اقلیمي بدلون کارپوه، ډاکټر عطاالرحمان وایي، چې اقلیمي بدلون د ټولې نړۍ ګډه ستونزه ده، خو اغېزې یې په پېښور کې هم ورځ تر بلې زیاتېږي، او که اوسنی حالت همداسې دوام وکړي، راتلونکو کلونو کې به د اوبو کمښت لا پسې زیات شي.
بلخوا، د ځمکې لاندې د اوبو څېړونکی عبدالواحد د ۲۰۱۹م کال د یوې څېړنې په حواله وایي، چې په پېښور کې یوازې د اوبو کچه نه ده راټیټه شوې، بلکې کیفیت یې هم خراب شوی دی. د څېړنې له مخې، د اوبو د ازموینې شاوخوا ۴۵ سلنه نمونې د څښلو لپاره خوندي نه وې، ځکه په هغو کې د نایټرېټ، خټو او نورو ککړو موادو اندازه له ټاکل شوي معیار څخه لوړه وه.
پوهان وایي، د دې ستونزې د مخنیوي لپاره د ځمکې لاندې د اوبو د څار منظم نظام، د ټیوب وېلونو رجسټریشن، د باراني اوبو راټولول او د اوبو د ذخیرو په اړه د خلکو پوهاوی ډېر مهم دی.
د دوي په وینا، که د اوبو د ایستلو او استمعال لپاره اغېزمنه تګلاره زر عملي نه شي، نو پېښور به په راتلونکو کلونو کې د اوبو له داسې بحران سره مخ شي چې د ښار د خلکو ورځنی ژوند به هم اغېزمن کړي.

شال نیوز