د پاکستان مزدور کسان ګوند مشر ،افضل شاه خاموش، چې څو ورځې وړاندې د پېښور له باچا خان هوايي ډګره نیول شوی و، د جولایې په ۱۰مه، د عدالت له حکم وروسته د اډیالې له زندانه خوشی شوی دی.

 

افضل شاه خاموش له خوشي کېدو وروسته رسنیو ته وویل، چې دی په “ناسمو او بې‌ بنسټه تورونو” نیول شوی و او د اډیاله په زندان کې یې څلور ورځې په سختو شرایطو کې تېرې کړې.

 

هغه دعوه وکړه، چې د بند پر مهال له هغو بندیانو سره ساتل شوی و، چې په خطرناکو جرمونو تورن وو. د هغه په وینا، په هېواد کې سیاست کول، په ځانګړې توګه د پښتنو د حقونو په اړه غږ پورته کول، جرم ګرځول شوی او د ده یوازینی “قصور” دا و، چې د پښتنو د حقونو په اړه یې وینا کړې وه.

 

افضل شاه خاموش دا هم وویل، چې په اډیاله زندان کې یې د بندیانو وضعیت له نږدې لیدلی او ،د ده په وینا، ګڼ زندانیان له سختو ستونزو او کړاوونو سره مخ دي.

 

نوموړي دعوه وکړه، چې د پخواني وزیراعظم ،عمران خان، ترڅنګ د تحریک انصاف نور بندیان هم له سختو شرایطو سره مخ دي او ان د دغه ګوند د قامي اسمبلۍ ځیني غړي یې هم په زندان کې په سخت وضعیت کې لیدلي دي.

 

هغه د خیبر پښتونخوا له حکومت، اعلا وزیر او د تحریک انصاف له مشرانو وغوښتل، چې د خپلو بندیانو د حقونو د خوندي کولو لپاره غږ پورته کړي.

 

تر دې دمه د افضل شاه خاموش د دغو دعوو په اړه د حکومت، زندان انتظامیې یا نورو اړوندو چارواکو رسمي دریځ نه دی مخې ته راغلی.

 

افضل شاه خاموش د جون په ۲۸مه، د پېښور له باچا خان هوایي ډګره هغه وخت نیول شوی و، چې دی د خپلې مېرمنې سره برتانیه ته روان و.