د پاکستان مزدور کسان ګوند مرکزي مشر ،افضل شاه خاموش، ویلي دي، چې هغه د پېښور باچا خان هوايي ډګر څخه برېتانیا ته د شخصي سفر په مهال د ایف ايي ای د چارواکو له خوا نیول شوی او وروسته به اسلام اباد ته لېږدول کېږي.

 

نوموړي ،د جون په ۲۸مه، په خپل شخصي فیس بک پاڼه خپور کړي ويډیويي بیان کې ویلي دي، چې هغه نن د خپلې مېرمن سره مانچسټر ته روان وو خو چې کله د پېښور هوايي ډګر ته راغلو نو د امېګریشن چارواکو له خوا ورته وویل شو چې اسلام اباد ستا نامه په اي سي ایل کې اچولې ده او ته نه شې کولی چې بهر هېواد ته سفر وکړې.

 

افضل خاموش په خپل بیان کې ویلي، چې هغه د ایف ايي ای چارواکو نیولی او د مانچسټر په لور د سفر نه پاتې شوی دی.

 

نوموړي په خپل بیان کې زیاته کړې، چې که د هغه د نیول کیدو لامل د پښتون ژغورنې غورځنګ په جرګه کې د هغه وینا وي، نو هغه تل د اساسي قانون، ولسواکۍ، مزدورانو، بزګرانو او محکومو ولسونو د حقونو خبره کړې ده او د سیاسي نظریاتو او ولسي ستونزو په اړه غږ پورته کول باید جرم ونه ګڼل شي.

 

نوموړي له خپلو ملګرو غوښتي دي، چې په ارام پاتې شي، قانون ته درناوی وکړي او د حق او انصاف لپاره خپله مبارزه د اساسي قانون او ولسواکۍ په چوکاټ کې روانه وساتي.

 

بل لور ته تر اوسه د ایف ايي ای یا نورو اړوندو حکومتي ادارو له خوا د دې نیونې په اړه رسمي دریځ نه دی خپور شوی.