د افغان طالبانو د حکومت د انرژۍ او اوبو وزیر، محمد یونس اخوندزاده، دعوه کړې ده، چې له بدخشان ولایت څخه هره میاشت څو ټنه سره زر را ایستل کېږي او د افغانستان طبیعي سرچیني باید د هېواد د اقتصادي پیاوړتیا لپاره په بشپړه توګه وکارول شي.
نوموړي ،د جولایۍ په ۹مه، یوې غونډې ته د وینا پر مهال د طالبانو له غړو وغوښتل چې د هېواد د طبیعي زیرمو د ګټې اخیستنې لپاره شپه او ورځ کار وکړي. هغه وویل، الله تعالی د افغانستان غرونه له قیمتي شتمنیو ډک کړي او باید له دغو سرچینو څخه سمه ګټه واخیستل شي.
طالبانو له ۲۰۲۱م کال راهیسي د افغانستان د کانونو او طبیعي سرچینو اداره په خپل لاس کې اخیستې ده. د سرو زرو، مسو، ډبرو سکرو، قیمتي ډبرو او نورو کانونو د را ایستلو لپاره یې له کورنیو او یو شمېر بهرنیو شرکتونو سره قراردادونه هم کړي، چې ،د شنونکو په وینا، د طالبانو د عوایدو له مهمو سرچینو څخه ګڼل کېږي.
د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت تر مخکینیو معلوماتو له مخې، د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې زرګونه کسان په مستقیم او غیرمستقیم ډول د کانونو په سکټور کې په کار بوخت دي. په همدې حال کې، د بدخشان د سرو زرو کانونو د امنیت د ټینګښت لپاره طالبانو ځانګړي امنیتي تدابیر هم نیولي دي.
د راپورونو له مخې، د طالبانو مشر ؟هبت الله اخوندزاده، د دغو کانونو د ساتنې لپاره د یوې زر کسیزې ځانګړې قطعې د جوړولو او استولو امر کړی، چې ویل کېږي دا ځواکونه به د کندهار تر مستقیمې قوماندې لاندې فعالیت کوي.
خو د محمد یونس اخوندزاده هغه دعوه، چې ګواکې هره میاشت له بدخشانه څو ټنه سره زر را ایستل کېږي، تر اوسه د کومې خپلواکې نړیوالې ادارې له خوا نه ده تائید شوې، او د سرو زرو د را ایستلو د دقیق مقدار په اړه هم کوم خپلواک رسمي راپور نه دی خپور شوی.

شال نیوز