د پاکستان وزیراعظم ،محمد شهباز شریف، ویلي دي، چې افغانستان د هغو ترهګرو ډلو ملاتړ کوي چې د پاکستان پر ضد بریدونه ترسره کوي او دغو ډلو ته وسلې هم ورکوي.
هغه دا څرګندونې ،د جولایۍ په ۹مه، په کوټه کې د بلوچستان د اپېکس کمېټۍ غونډې ته د وینا پر مهال وکړې. وزیراعظم وویل، چې وفاقي حکومت پرېکړه کړې ده چې په بلوچستان کې به د ناامنۍ او ترهګرۍ د ختمولو لپاره ټول موجود امکانات وکارول شي او د ترهګرۍ پر ضد به بې امتیازه او پرېکنده مبارزه روانه وي.
شهباز شریف وویل، چې د هېواد سیاسي او پوځي مشرتابه د ترهګرۍ د له منځه وړلو لپاره پر یوه ګډه تګلاره سلا شوې او ټولې ادارې په ګډه د امنیت د ټینګښت لپاره کار کوي.
هغه دعوه وکړه چې د پاکستان ختیځ ګاونډی هم د ترهګرۍ په ملاتړ کې لاس لري او ځینو ترهګرو ډلو ته وسلې او نورې اسانتیاوې برابروي. د وزیراعظم په وینا، ترهګر د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد د بریدونو لپاره کار اخلي، او په دې برخه کې د اغېزمنو اقداماتو اړتیا شته.
وزیراعظم وویل، چې د تېر کال د «معرکه حق» بریا او د پاکستان وروستۍ ډیپلوماټیکې لاسته راوړنې د هېواد د مخالفینو لپاره د منلو وړ نه دي.
هغه زیاته کړه، د پاکستان ولس د خپلو وسله والو ځواکونو ترڅنګ ولاړ دی او د امنیتي ځواکونو او نورو شهیدانو قربانۍ به بې ځایه نه ځي. د هغه په وینا، حکومت هوډ لري چې ترهګري له منځه یوسي او هېواد د سولې، ثبات او اقتصادي پرمختګ پر لور بوځي.


شال نیوز