د ټانک ضلعې په مرکزي بازار کې د پولیسو د ایلیټ فورس یو سرتېری، ضیاءالله بېټنی، د ناڅرګندو وسله والو په ډزو وژل شوی دی.
د پولیسو په وینا، پېښه ،د جولایۍ په ۹مه، د ډیورنډ ګېټ پوستې ته نږدې د صاحب جان سرای مخې ته رامنځته شوې ده. چارواکي وایي، ناڅرګندو وسله والو پر ضیاءالله بېټني ډزې وکړې او له سیمي وتښتېدل.
پولیسو ویلي، وژل شوی سرتېری د عمر اډې اوسېدونکی و. تر اوسه د برید مسؤلیت چا نه دی منلی او د برید د انګېزې په اړه هم څه نه دي ویل شوي.
د ټانک ضلعې پولیس وایي، د پېښې پلټنې روانې دي او د بریدګرو د نیولو لپاره یې لټون پېل کړی دی.

عدنان بېټنی