د افغانستان د تېر جمهوري نظام د ولسي جرګې پخوانۍ غړې او په ناروې کې پخوانۍ سفیره ،شکریې بارکزۍ، د جرمونو نړیوالې محکمې د غړو هېوادونو څخه غوښتي چې د طالبانو د مشرانو پر ضد د نیولو صادر شوي حکمونه عملي کړي.
بارکزۍ ،د جولایۍ په ۹مه، ویلي دي، چې د افغان ښځو د حقونو د پراخو سرغړونو او ځورونو له امله د دغو حکمونو له صادرېدو یو کال تېر شوی، خو تر اوسه یې د عملي کولو لپاره کوم څرګند اقدام نه دی شوی.
د هغې په وینا، د عدالت په پلي کېدو کې ځنډ د قربانیانو د عدالت حق تر پوښتنې لاندې راولي. هغې ټینګار کړی چې د جرمونو نړیوالې محکمې غړي هېوادونه باید خپلو قانوني ژمنو ته وفادار پاتې شي او د نیولو د حکمونو په عملي کولو کې له محکمې سره بشپړه همکاري وکړي.
د جرمونو نړیوالې محکمې تېر کال د طالبانو د مشر ،ملا هبتالله اخوندزاده، او د ډلې د سترې محکمې د مشر قاضي القضات ،عبدالحکیم حقاني، د نیولو حکمونه صادر کړل. پر دوي تور دی چې د ښځو او نجونو پر وړاندې یې د جنسیت پر بنسټ د ځورونې او تعقیب سیاست عملي کړی دی.
شکریې بارکزۍ ویلي دي، چې د افغان ښځو او نجونو د حقونو د خوندي کولو لپاره د حساب ورکوونې میکانیزمونه حیاتي ارزښت لري. هغې خبرداری ورکړی چې که د نیولو حکمونه عملي نه شي، د طالبانو مشران به نور هم زړه ور شي او د ښځو پر وړاندې به محدودیتونه لا زیات کړي.
هغې زیاته کړې چې نړیواله ټولنه باید د افغان ښځو د حقونو د ملاتړ په برخه کې له خپلو قانوني او اخلاقي مسؤلیتونو شاته نه شي.
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د طالبانو محدودیتونه لا هم دوام لري. د بشري حقونو د مدافع بنسټونو په وینا، ښځې او نجونې لا هم له زده کړو، ډېرو دولتي او نادولتي کارونو او ګڼو ټولنیزو فعالیتونو منع دي، او په وروستیو میاشتو کې داسې راپورونه هم خپاره شوي چې ځیني ښځې د طالبانو له خوا ،د دوي په وینا، د حجاب د نه مراعتولو په تور نیول شوې دي.
بل لور ته، یو شمېر افغان دیني عالمان او د طالبانو منتقدین وایي، هغه تګلارې چې طالبان یې د شریعت په نوم عملي کوي، د اسلام له اصلي اصولو سره سمون نه لري. طالبانو تر اوسه د دغو څرګندونو په اړه تازه غبرګون نه دی ښودلی.


شال نیوز