د بلوچستان د مستونګ ضلعې په شمس اباد دمب سیمه کې نن ،د جولایۍ په ۸مه، د ناڅرګنده وسله والو په ډزو کې د عیسوي ټولنې دوه ځوانان وژل شوي دي، چې ورپسې سیمه کې پراخ احتجاجونه پېل شوي او د کوټې-کراچۍ ملي لویه لاره د ټرافیکو پر مخ تړل شوې ده.
د سیمي د پولیسو یو لوړپوړي چارواکي، ډي اېس پي ،رفیق، شال نیوز ته ویلي دي، چې د لومړنیو معلوماتو له مخې، په وژل شویو کې یو ۲۱ کلن ایوش، د مایکل زوې، او بل ۲۴ کلن دونک، د لازر زوې شامل دي.
پولیس وايي، دواړه ځوانان د کرکټ لوبې لپاره روان وو، چې د شمس اباد دمب په سیمه کې پرې د موټرسایکل سپرو ناڅرګنده کسانو له خوا ناتاره ډزې وشوې. د چارواکو په وینا، دواړه ځوانان پر ځای وژل شوي دي.
له پېښې وروسته، د وژل شویو کسانو خپلوانو، د عیسوي ټولنې غړو، ښځو او ماشومانو د احتجاج په توګه د دواړو ځوانانو مړي د شهید نواب غوث بخش ریساني روغتون مخې ته کېښودل او سمدستي یې مظاهره پېل کړه.
احتجاج کوونکو د کوټې-کراچۍ ملي لویه لاره وتړله، چې له امله یې د سړک دواړو خواوو ته د موټرو اوږده کتارونه جوړ شوي او مسافر له سختو ستونزو سره مخ دي.
ډي اېس پي رفیق ویلي، چې د مستونګ ډپټي کمیشنر له مظاهره چیانو سره د خبرو اترو هڅې کوي، څو لاره بېرته پرانستل شي. نوموړي زیاته کړه چې امنیتي ځواکونه سیمي ته رسېدلي او د پېښې د څرنګوالي د معلومولو لپاره پلټنې پېل شوې دي.
پولیس وايي، بریدګر تر پېښې وروسته تښتېدلي، خو د هغوي د نیولو لپاره هڅې روانې دي. چارواکي زیاتوي چې د پېښې ټول اړخونه تر څېړنې لاندې دي.


نعيم اچکزئي