چارواکي وايي چې د پاکستان د (کی ۲) ایرویز یوه مال وړونکې الوتکه، چې له متحده عربي اماراتو د شارجه ښار څخه کراچۍ ته روانه وه، د عرب سمندر پر سر لوېدلې ده چې د الوتکې ټوتې موندلو نه پس د عملې د موندلو لپاره عملیات روان دي.

 

د دغه هوايي چلند د لومړنیو راپورونو له مخې، دغه الوتکه (کی ټي ای ۱۷۳۲) چې د بوینګ ۴۰۰-۷۳۷ کارګو ماډل وه، د جولایۍ په ۷مه، پاکستان پر وخت د شپې په ۹:۱۸ بجو شاوخوا د نیویګیشن یا لارموندنې د سیستم د ستونزې راپور ورکړ. دا الوتکه هغه مهال د کراچۍ له ساحل څخه شاوخوا ۱۵۵ سمندري میله لوېدیځ ته روانه وه.

 

راپورونه زیاتوي چې له دې وروستو الوتکې ناڅاپه خپل رخ بدل کړ، ښي لور ته واوښته او په چټک ډول یې ښکته کېدل پېل کړل. د هوايي کنټرول مرکز له پرله‌ پسې اړیکو سره سره د الوتکې ځواب ترلاسه نه کړ، او د شپې په ۹:۲۱ بجو شاوخوا له راداره ورکه شوه.

 

چارواکو تایید کړې چې په الوتکه کې پنځه تنه عمله موجوده وه، خو تر اوسه د هغوي د برخلیک په اړه کره معلومات نه دي ترلاسه شوي.

 

د پېښې له رامنځته کېدو سره سم، د ژغورنې او لټون پراخ عملیات پېل شوي دي. د پاکستان بحري ځواک، هوايي ځواک او نورې اړوندې ادارې د عرب سمندر په سیمه کې د الوتکې او عملې د موندلو لپاره ګډ عملیات ترسره کوي. ویل کېږي چې د بحري ځواکونو بېړۍ، څارګریزې الوتکې او ځیني سوداګریزې کښتۍ هم په دې لټون کې برخه اخلي.

 

 

 

 

د معلوماتو له مخې، له څو ساعته لټونیز عملیاتو په پایله کې د الوتکې ټوټې وموندل شوې خو د عملې برخلیک له هم معلوم ندی.

 

د هوايي چلند کارپوهان وايي چې د الوتکې ناڅاپي او چټک ښکته کېدل یو غیرمعمولي حالت ګڼل کېږي، ځکه چې په ډېرو تخنیکي ستونزو کې الوتکې په تدریجي ډول ښکته کېږي، نه دا چې په ناڅاپي توګه لوړوالی له لاسه ورکړي.

 

کی ټو ایرویز یو خصوصي کارګو هوايي شرکت دی چې مرکز یې په کراچۍ کې دی او په وروستیو کلونو کې یې د بوینګ ۴۰۰-۷۳۷ کارګو الوتکو له لارې خپل فعالیتونه پراخ کړي دي.

 

تر اوسه د پېښې اصلي لامل نه دی څرګند شوی، او چارواکي وايي چې د لټون او پلټنو له پرمختګ سره به نور جزیات هم له رسنیو سره شریک شي.