د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې پخوانی فاسټ بالر ،شاپور ځدران، مړی به ،د جولایۍ په ۸مه، ماښام شاوخوا ۴:۳۰ بجې کابل ته ورسېږي.

 

د سرچینو د معلوماتو له مخې، د نوموړي د جنازې لمونځ به هم دغه ورځ د کابل په عیدګاه جومات کې ادا شي، چې تمه ده پکې د کرکټ لوبغاړي، مینه وال او یو شمېر چارواکي ګډون وکړي.

 

شاپور ځدران د افغانستان د کرکټ له پېژندل شویو څېرو څخه و، چې د خپلې تېزې توپ اچونې او مهمو نړیوالو سیالیو کې د اغېزناک حضور له امله یې ځانګړی نوم ګټلی و. نوموړي د افغانستان د کرکټ په پرمختګ کې د پام وړ ونډه لرلې ده.

 

بل لور ته، د هغه د مړینې له امله د خوست په ولایت کې روان د اشپګیزه کرکټ لیګ د یوولسم پړاو سیالۍ د دوو ورځو لپاره ځنډول شوې دي. د لیګ تنظیموونکو ویلي، دا پرېکړه د شاپور ځدران د درناوي او یاد تازه کولو په موخه شوې ده.

 

په همدې حال کې، په نوي ډیلي کې د افغانستان سفارت استازي مفتي ،نور احمد نور، د شاپور زدران له کورنۍ سره لیدلي او د نوموړي پر مړینه یې ژوره خواخوږي څرګنده کړې ده.

 

د شاپور زدران مړینه د افغانستان د کرکټ لپاره یو ستر زیان بلل کېږي، او د هغه ناڅاپي وفات د کرکټ مینه وال ژور خپه کړي دي.