د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې پخوانی فاسټ بالر ،شاهپور ځدراڼ، له اوږدې ناروغۍ وروسته ،د جولایۍ په ۷مه، د هند په نوي ډیلي کې وفات شوی دی.
راپورونه وایي، شاهپور ځدراڼ له څو میاشتو راهیسي په یوه روغتون کې تر درملنې لاندې و. هغه د بدن د دفاعي نظام په یوې نادرې ناروغۍ اخته و او په دې وروستیو کې یې روغتیايي حالت نور هم خراب شوی و.
شاهپور ځدراڼ د افغانستان د کرکټ د لومړي نسل له هغو لوبغاړو څخه و چې د هېواد کرکټ یې نړیوالو سیالیو ته ورساوه. نوموړي د ۲۰۰۹م او ۲۰۲۰م کلونو ترمنځ د افغانستان لپاره په یو ورځنیو او شل اوریزو نړیوالو لوبو کې برخه اخیستې وه.
هغه د ۲۰۱۵م کال د کرکټ نړیوال جام او د شل اوریز نړیوال جام په بېلابېلو پړاوونو کې د افغانستان د ملي لوبډلې مهم غړی و. شاهپور ځدراڼ د خپلې چپ لاس فاسټ بالینګ له امله د افغانستان د کرکټ له پېژندل شویو لوبغاړو څخه ګڼل کېده.
د شاهپور ځدراڼ د مړینې له خبر وروسته د افغانستان د کرکټ په ټولنه کې د غم فضا خپره شوې ده. د کرکټ ګڼو اوسنیو او پخوانیو لوبغاړو، سپورتي شخصیتونو او مینه والو د هغه پر مړینه خواشیني څرګنده کړې او نوموړی یې د افغانستان د کرکټ له مهمو ستورو څخه بللی دی.

شال نیوز