د امریکا د کډوالۍ ادارې په قید کې د مړ شوي افغان، محمد نذیر پکتیاوال، د مړینې په اړه خپاره شوي تازه اسناد ښيي چې نوموړی د یوې نامعلومې مادې پر وړاندې د شدید حساسیت او د سالنډۍ د سختی حملي له امله مړ شوی دی.
د اسوشیټډ پرېس لخوا ،د جولایۍ په ۷مه، خپاره شوي راپور له مخې، د پوسټ مارټم په سند کې د هغه د مړینې اصلي لامل د «شدید حساسیت له امله رامنځته شوی شاک» او د سالنډۍ سخت برید ښودل شوی دی.
په سند کې دا هم ویل شوي دي، چې د میتامفیتامین د زهرجنو اغېزو، د زړه ناروغۍ او د سګرټو کارولو هم د هغه د روغتیايي وضعیت په خرابېدو کې رول لرلی دی، خو دا نه ده روښانه شوې چې هغه نامعلومه ماده څنګه او کله د هغه بدن ته رسېدلې وه.
د محمد نذیر پکتیاوال مړینې په امریکا او د افغان کډوالو ترمنځ پراخ غبرګونونه راپارولي دي. نوموړي شاوخوا لس کاله په افغانستان کې د امریکا له ځانګړو ځواکونو سره د ژباړن او همکار په توګه دنده ترسره کړې وه. هغه په ۲۰۲۱م کال کې، د افغانستان له سیاسي بدلون وروسته، امریکا ته ولېږدول شو، خو د پناه غوښتنې دوسیه یې لا هم وروستۍ شوې نه وه چې د روان کال د مارچ په ۱۳مه د امریکا د کډوالۍ ادارې ونیو.
د افغان ایواک بنسټ مشر، شان ون ډایور، او د امریکا د کانګرس یو شمېر غړو د ټکساس له چارواکو غوښتي دي چې د محمد نذیر پکتیاوال د بشپړ عدلي طب راپور خپور کړي. هغوي وايي، باید روښانه شي چې کومه ماده د هغه د شدید حساسیت لامل شوې، څنګه یې بدن ته رسېدلې او ولې د مړینې په سند کې د ټپي کېدو نېټه د هغه له نیول کېدو یوه ورځ مخکې ثبت شوې ده.
د امریکا د ډیموکرات ګوند سناتور ریچارډ بلومنټال هم ویلي دي چې د کورني امنیت له وزارت څخه به د کالبدشکافۍ د بشپړ راپور د خپرېدو غوښتنه وکړي. د هغه په وینا، د پکتیاوال کورنۍ حق لري چې د نوموړي د مړینې بشپړ حقیقت وپېژني.
بل لور ته، د امریکا د کډوالۍ او ګمرک ادارې د پکتیاوال د نیولو دفاع کړې ده. اداره وايي، نوموړی مخکې د خوراکي مرستو د درغلۍ او غلا په تور نیول شوی و، خو په هېڅ یوه قضیه کې محکوم شوی نه و.
د ادارې په وینا، پکتیاوال د توقیف مرکز ته د لېږد پر مهال د کومې ناروغۍ یا د درملو د حساسیت په اړه څه نه وو ویلي، خو څو ساعته وروسته یې د ساه لنډۍ او د سینې د درد شکایت وکړ او روغتون ته ولېږدول شو.
د ادارې د معلوماتو له مخې، د بل سهار روغتیايي کارکوونکو د هغه د ژبې پړسوب ولید، د حساسیت ضد اپي نېفرین ستن یې ورکړه، خو نږدې څلوېښت دقیقې وروسته یې مړینه اعلان شوه.
خو د محمد نذیر پکتیاوال کورنۍ د هغه په بدن کې د میتامفیتامین د شتون ادعا په کلکه ردوي. د کورنۍ وکیل او ملاتړو ویلي دي چې دویمه کالبدشکافي هم ونه توانېده دا دعوه تایید یا رد کړي، ځکه د وینې نمونه نه وه پاتې.
د نوموړي مېرمنې ویلي دي، چې د نیول کېدو پر مهال یې هڅه کړې وه چې د خپل مېړه د سالنډۍ سپرې د کډوالۍ مامورانو ته وسپاري، خو هغوي له اخیستو انکار وکړ.
د محمد نذیر پکتیاوال ورور هم د امریکايي چارواکو موندنې رد کړې او ویلي یې دي: «موږ یوازې حقیقت غواړو.»


شال نیوز