د پاکستان د پوځ مشر او فیلډ مارشل عاصم منیر وايي، پاکستان د ترهګرۍ پر ضد د خپلو خلکو د ساتنې او د هېواد د دفاع لپاره د هر اړين اقدام حق لري، او امنيتي ځواکونه به د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ عملياتو ته دوام ورکړي.

 

دا څرګندونې ،د جولایۍ پر ۶مه، په راولپنډۍ کې د پوځ د ۲۷۶مې کور کمانډرانو غونډې له پای وروسته د پوځ د عامه اړيکو ادارې په خپره کړې اعلاميه کې شوې دي.

 

د اعلاميې له مخې، په غونډه کې د هېواد د امنيتي وضعيت، د ترهګرۍ ضد مبارزې، سيمه ييزو بدلونونو، ملي دفاع او پوځي چمتووالي جاج واخيستل شو. غونډه د هغو پوځيانو او نورو امنيتي سرتېرو په ياد د دعا په کولو پېل شوه چې د پوځ په وينا، د هېواد د دفاع پر مهال وژل شوي دي.

 

د پوځ په اعلاميه کې ويل شوي دي، چې ګډونوالو اندېښنه څرګنده کړې چې د افغانستان د طالبانو تر واک لاندې سيمي د هغو وسله والو ډلو له خوا کارول کېږي چې ،د پوځ په وينا، د هند ملاتړ ورسره شته او د پاکستان پر ضد بريدونه تنظيموي. په اعلاميه کې ويل شوي دي، چې د افغانستان د طالبانو مشرتابه مسؤليت لري چې خپله خاوره د پاکستان پر ضد د بريدونو لپاره د کارېدو مخه ونيسي.

 

خو د افغانستان واکمنو طالبانو تر اوسه د دغو وروستيو څرګندونو په اړه غبرګون نه دی ښودلی. طالبانو مخکې هم د پاکستان دا تورونه رد کړي او ويلي يې دي چې د افغانستان خاوره د هېڅ هېواد پر ضد نه کارېږي.

 

د پوځ د اعلاميې له مخې، امنيتي ځواکونه به د «غضب للحق» په نوم عملياتو تر چتر لاندې د افغانستان له پولې پورې غاړې څخه د ورپېښو امنيتي ګواښونو پر ضد د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ عملياتو ته دوام ورکړي.

 

فيلډ مارشل عاصم منير د ترهګرۍ ځپلو سيمو کې د اغېزمنې ملکي ادارې، د عامه خدمتونو د ښه کېدو او د خلکو د هوساينې لپاره د پياوړي اداري نظام پر جوړولو هم ټينګار کړی دی. هغه ويلي، داسې نظام ته اړتيا ده چې د ترهګرۍ، جنايي شبکو او د هغوي د سياسي ملاتړ ترمنځ اړيکې پرې کړي.

 

د پوځ مشر دا هم ويلي، چې د پوځ په وينا، د «معرکه حق» له بريا وروسته مخالف لوري اوس د ګډو ډولو جګړې، ناسمو تبليغاتو او بهرنۍ مرستې له لارې په پاکستان کې د ناامنۍ د خپرولو هڅه کوي، خو پوځ به يې مخه ونيسي.

 

په غونډه کې د سيمه ييز ثبات په اړه هم خبرې شوې دي. د پوځ مشر د د انډس واټر ټریټی (د هند او پاکستان تر منځ د اوبو د ویش لوظنامه) په اړه د هند وروستيو څرګندونو ته په اشارې ويلي چې د ۲۰۲۵م کال د اپرېل د ۲۴مې د پاکستان د ملي امنيت کمېټۍ پرېکړې د حکومت دريځ روښانه کوي، او پوځ به د حکومتي پاليسۍ له مخې د هېواد د اوبو د حقونو د خونديتوب لپاره هر اړين اقدام وکړي.

 

اعلاميه زياتوي چې په غونډه کې يو ځل بيا د پاکستان هغه دريځ تکرار شو چې کشمیر د پاکستان لپاره اساسي موضوع ده، او په سيمه کې تلپاتې سوله هغه وخت ممکنه ده چې د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د پرېکړه ليکونو له مخې کشميريانو ته د ځان ټاکنې حق ورکړل شي.

 

د غونډې په پای کې فیلډ مارشل عاصم منير کور کمانډرانو ته سپارښتنه وکړه چې د جګړې د بدلېدونکو شرايطو له مخې د پوځ د عصري کېدو او د جګړې په بېلابېلو ډګرونو کې د بدلون پر پلان چټک او اغېزمن عمل وکړي، څو د پاکستان خپلواکي، ملي امنيت او ملي ګټې خوندي وساتل شي.