د افغانستان لومړنی ستورمزلی ،عبدالاحد مومند، چې د سرطان ناروغۍ له امله په جرمني کې مړ شوی و، د جولایۍ په ۵مه، یې جنازه کابل ته ولېږدول شوه او د جنازې تر لمانځه وروسته د کابل په مرنجان غونډۍ کې خاورو ته وسپارل شو.

 

د نوموړي د جنازې لمونځ د کابل په عیدګاه جومات کې ادا شو. د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت د تشریفاتو رئیس ،ډاکټر عبدالبار عمر، په مشرۍ یو دولتي پلاوي، د بېلابېلو قشرونو استازو، د مومند ملګرو، پخوانیو همکارانو او ګڼو نورو کسانو په جنازه کې ګډون وکړ.

 

عبدالاحد مومند د روان کال د جون په ۲۱مه، د ۶۷ کلونو په عمر، د سرطان ناروغۍ له امله د جرمني په شتوتګارټ ښار کې وفات شوی و. هغه له ۱۹۹۲م کال راهیسي له خپلې کورنۍ سره په جرمني کې اوسېده او دوه لوڼې او یو زوې ترې پاتې دي.

 

عبدالاحد مومند د غزني ولایت اوسېدونکی و او د افغانستان او پخواني شوروي اتحاد له زده‌ کړو وروسته د افغانستان هوايي ځواک سره یوځای شوی و.

 

مومند په ۱۹۸۸م کال کې د افغانستان لومړنی ستورمزلی شو. هغه د خپل فضايي سفر پر مهال له ځان سره قران کریم فضا ته یووړ او هلته یې تلاوت وکړ. نوموړي همداراز له فضا څخه له خپلې مور سره په پښتو ژبه ټیلیفوني خبرې وکړې، چې له امله یې پښتو د هغو ژبو له ډلې شوه چې په فضا کې ویل شوې دي.

 

د یادونې وړ ده چې عبدالاحد مومند د خپل تاریخي فضايي سفر پر مهال ۲۹ کلن و.