د خیبر پښتونخوا د امنیتي وضعیت په اړه نن، د جولایۍ په ۵مه، په خپاره شوي یوه رسمي سند کې دعوه شوې ده، چې د روان ۲۰۲۶م کال په ړومبو شپږو میاشتو کې د ترهګرۍ په بېلابېلو پېښو کې ۴۱۳ کسان وژل شوي او ۹۷۹ نور ټپیان شوي دي.

 

د سند له مخې، په وژل شویو کې ۱۷۹ ملکي وګړي، ۱۲۴ د پولیسو سرتېري، ۶۶ د سرحدي ځواکونو (اېف سي) غړي او ۴۱ د امنیتي ځواکونو نور سرتېري شامل دي. همدارنګه، په همدې موده کې ۵۳۴ ملکي وګړي، ۱۷۶ پولیس، ۱۱۲ د اېف سي سرتېري او ۱۵۲ د امنیتي ځواکونو نور غړي ټپیان شوي دي.

 

د سند له مخې، بنو د ترهګرۍ له امله تر ټولو ډېره اغېزمنه سیمه وه. په دغه ضلعه کې د ۵۲ پولیسو د وژل کېدو او ۶۴ د ټپي کېدو دعوه شوې ده. همدارنګه، د ۴۳ ملکي وګړو د وژل کېدو او ۱۶۵ د ټپي کېدو یادونه هم شوې ده.

 

په سند کې ویل شوي دي، چې په شمالي وزیرستان کې د شپږو میاشتو پر مهال ۳۷ ملکي وګړي وژل شوي او ۱۹۵ نور ټپیان شوي دي. همدارنګه، په باجوړ کې د ۱۶ پولیسو، ۱۶ ملکي وګړو او ۱۸ د اېف سي سرتېرو، او په ډېره اسماعیل خان کې د ۲۰ پولیسو، ۱۸ د اېف سي سرتېرو او ۱۵ ملکي وګړو د وژل کېدو دعوه شوې ده.

 

د سند له مخې، د قبایلي ضلعو ترڅنګ په کوهستان، دیر، پېښور، بنو او سوات کې هم د روان کال په ړومبو شپږو میاشتو کې د ترهګرۍ ګڼې پېښې ثبت شوې دي.

 

تر اوسه د خیبر پښتونخوا حکومت او اړوندو امنیتي ادارو د دې سند د شمېرو په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی. شال نیوز هم د دې سند شمېرې په خپلواکه توګه نه دي تایید کړې.